جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهحج ته پر بايسکل تلونکی افغان له بنده خوشې او خپل کور...

حج ته پر بايسکل تلونکی افغان له بنده خوشې او خپل کور ته واستول شو

تاند:( سې شنبه، د جدي شپږمه) د ننګرهار لپاره‏ د طالبانو د حاکمې ادارې ځايي چارواکو د عراق له بنده د حاجي راز محمد په نوم د يوه افغان بندي د خوشې کیدو خبر ورکړی.

د طالبانو سيمه ييزې ادارې په يوه اعلاميه کې ويلي، چې پر بايسکل حج ته تلونکی دغه کس له بنده ازاد او خپلې کورنۍ سره يوځای شو.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې له بنده خوشې شوی حاجي راز محمد‌‌ د ننګرهار ولايت کامې ولسوالۍ اوسيدونکی دی.

 هغه پر خپل بايسکل د حج عمرې اداء کولو په موخه سفر کړی و او په عراق هېواد کې په اوږد بند حبس شوی و.

طالب چارواکو ويلي، چې نوموړی دوی د ادارې په هڅو له بنده ازاد او نن خپلې کورنۍ سره يوځای شو.

1 COMMENT

  1. داخور کوس درواغ وایې که یې دا کار کړی وي نو ډير غول یې خوړلي دي چې په مزخرفاتو کې غرق دی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب