شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهمفتي تفي عثماني له طالب مشره وغوښتل چې نجونو ته د زده...

مفتي تفي عثماني له طالب مشره وغوښتل چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي

تاند(سې شنبه، د جدي ۶ مه) د ګڼو هیوادونو، سازمانونو او شخصیتونو ترڅنګ د پاکستان مشهور مُفتي، محمدتقي عثماني هم له طالبانو وغوښتل چې پر نجونو د زده کړو بندیز لېرې کړي.

تقي عثماني، چې د افغان طالبانو په منځ کې د نفوذ خاوند بلل کېږي، د طالبانو مشر هبت الله ته په یوه لیک کې کښلي چې د روغتیا، ښوونې او روزنې او عامه خدماتو په څانګو کې لوستو ښځو ته اړتیا شته.

مفتي عثماني، چې د کراچۍ د دارالعلوم مرستیال دی، په جولای میاشت کې د طالبانو په بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی و او د طالبانو د ريیس الوزرا په ګډون یې له بیلابیلو مشرانو سره کتلي و.

ده د طالبانو مشر ته وریاده کړې چې نجونو ته د زده کړو لار هواره کړي او په دې ډول د خپلو مخالفانو د تبلیغاتو، چې وايي طالبانو د تعلیم مخالف دي، مخه ونیسي.

د مفتي عثماني په وینا، که طالبانو په دې پلمه د نجونو د زده کړو مخه نیولې وي چې د هغو د جلا زده کړو لپاره ځای نه لري، د هلکانو او نجونو د درس وختونه دې سره بېل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې له څو ګوته په شمېر خصوصي ښوونځیو پرته د نجونو او هلکانو ښوونځي له پخوا هم بېل وو. طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د نجونو او هلکانو د پوهنتوني زده کړو لپاره جلا شیفتونه پیل کړل خو دې ډلې له دې سره سره د نجونو پرمخ پوهنتونونه بند کړل.

مفتي عثماني تر دې پخوا هم د طالبانو له مشره غوښتي و چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

3 COMMENTS

  1. دا دې ملا هیبت اصلی پلار دې ته نده راغلی چی دې نجونو مکتبونه دې جارې شې دا دخینزیر زوې راغلی چې دا دوپاېه خرو ته نور ورانوکی پلانونه ورکړې

  2. ددی خوګ خوله او داړی وحشتناکه دی دا کابل ته درایږل شوو قدیانی او تش په نامه افغان طالبانو ته دوه مخه قدیانی فتوا ورکوی یعنی علنی د جلکیو مکتبونو او پوهنتونو تللو طرفداری کوی اما د خپلو تربیه شوو ساختګی طالبانو ته د جلکیو مکتبونو او پوهنتونو ضدی فتواګانی ورکوی دا ډول منافق رفتار د قدیانانو اصلی خصلت دی او کابل کښی ددوی غلامان هم په مختلفو درواغو د جلکیو مکتبونو او پوهنتونونو دروازی تړلی دی او دا قدیانی کفار کوشش کوی چی مکتبونه په قدیانی مدرسو بدلی کړی او پونتونونه کاملآ له مینځه یووړ شی!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب