د ١٣٥٨ ل کال د مرغومي(جدي) په شپږمه نېټه د پخواني شوروي اتحاد ١٢٠ زره سره لښکر له ډېرو پرمختللو وسلو سره د هوا او ځمکې له لارې زموږ پر ګران هېواد افغانستان پوځي یرغل وکړ.
د پخواني شوروي اتحاد مشرانو د ټولو نړیوالو قوانینو پر خلاف دغه شوم عمل ترسره کړ.
د یرغل په پایله کې زموږ ګران هېواد ته ستر زيان ورسېده او په ډېر شمېر هېوادوال مو شهيدان او یا ټپيان شول.
د هېواد جمهور رئیس حفيظ الله امین او پر هېواد مئین لوی درستیز محمد یعقوب خان هم له ډېرو افسرانو او سرتېرو سره شهيدان او په ډېر شمېر ټپيان هم شول.
دا چې ولې د شوروي اتحاد مشرانو دغه شوم او ناولی عمل ترسره کړ، په هکله یې د نړۍ ډېرو څېړونکو او سیاستوالو خپل نظریات څرګند کړي دي.
که په خپله د شورویانو او د هغوی د پلویانو نظریاتو ته وګورو، هغوی پړه د امریکا پر متحده ایالتونو او د هغوی پر متحدینو اچوي او وایي، چې د دوی سهیلې(جنوبي) پولې تر جدي خطر لاندې وې او د امریکا متحده ایالتونو او نورو انډیوالانو یې غوښتل چې له افغانانو سره د مرستې په پلمه د افغانستان په نورستان او یا په بدخشان ولايتونو کې د افغانانو یو حکومت را منځ ته او بیا یې په رسمیت وپېژني.
له دې لارې به امریکا او انډیوالان یې په خپل لاس جوړ شوي حکومت سره مرستې پیل او همغه د ویتنام په څېر به چې شورویانو امریکا په لومه کې را ګیره او د تاریخ ستره ماتې یې ور په برخه کړې وه، امریکا به هم له دوی څخه د ویتنام کسات د افغانانو په مټو او قربانیو د خپلو مرستو او وسلو په زور واخلي.
دا نورې پلمې چې د افغانستان خپلواکۍ او امنیت ته خطر و او د دوی په قول دوی د افغانانو په غوښتنه او د یوه تړون له مخې له افغانستان سره د مرستې په خاطر دلته راغلل دا هسې ببولالې وې.
د شوروي اتحاد شوړېدلې رهبرۍ د دغه مهال شرایط او حالات سره سم ونه څېړلی شول. دوی د اتلسمې او نولسمې پېړیو په څېر چې د وخت د روس امپراتورۍ کوم حرکت د انګرېزانو پر ضد په سیمه کې ترسره کړی و او تر ډېره په کې بریالي هم راوتلي وو تر سره کړ. ځکه پر هغه مهال روسانو د منځنۍ اسیا ټول هېوادونه او د افغانستان ځينې سیمې تر ستوني تېرې او آمو دریاب یې له انګرېزانو سره خپله پوله وګرځوله. خو دلته د ډګروال یوسف خبره قطبي خرس “روس” په تلک کې را ګیر او تاريخي شرم يې په نصیب شو.
بله نظريه د غربیانو ده او هغه دا چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته روسیه په یوه ستر اقتصادي او پوځي قدرت بدله شوې وه. امریکا، غرب او حتی اسلامي هېوادونو دا د ځان لپاره ستر خطر باله. دوی کوښښ کاوه چې د سړې جګړې له لارې شوروي اتحاد په ګونډو او د پرمختګ مخه یې ډب کړي، خو دې کار ښه پایله ورنه کړه.
غربیانو له خدايه غوښتل چې شوروي اتحاد د ویتنام په څېر چې امریکایان یې له ویتنامیانو سره په جګړه کې را ګیر کړي وو، په همغه شکل شورویان هم دلته د افغانانو په مټ او د دوی د وسلو په زور را ګیر کړي.
په دې سره به امریکایان خپل د ویتنام کسات واخلي او نوره نړۍ به د کمونیزم او شوروي اتحاد له شره ځان وژغوري.
د افغانانو نظریات بیا بل ډول وو، د افغانانو هېواد روسانو نیولی و، اسلام او خپلواکي يې په خطر کې لوېدلې وه، خلق او پرچم یې د روسانو نوکران او پلویان ګڼل، نو دوی وو چې د روسانو پر ضد را پورته شول او په پای کې يې په سترې قربانۍ سره روسان له هېواده وشړل.
زما خپل نظر بیا په دې ډول دی، چې امریکایانو د خپلو تبلیغاتو په مټ د شوروي اتحاد زړه او ورسته رهبري د افغانانو سره جګړې ته راکش کړه او له دې لارې یې وکولای شول چې د ویتنام کسات دلته په خپلو پرمختللو وسلو او د ډالرو په شيندلو سره د افغانانو په لاس واخلي.
د امریکا متحده ایالتونو او انډیوالانو یې دا فکر هم نه شو کولای چې مستقیما له شوروي اتحاد سره چې دویمه نړیواله جګړه يې ګټلې وه او يو ستر اټومي قوت و، په افغانستان کې ځان ښکېل کړي او د یوه افغاني حکومت په رسمیت پېژندلو سره له شورویانو سره مخامخ ډغرې ووهي. دوی د شوروي اتحاد د پرمختګ مخه نیوله او د اوږدې مودې لپاره یې روسان دلته د افغانانو سره په جګړه کې بوخت ساتل.
زموږ هېواد تل د لویې قدرتونو تر منځ د ډغرو ډګر و. که د معاصر افغانستان د تاريخ پاڼې واړوو، وبه ګورو چې په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې افغانستان د فرانسویانو، جرمنانو، ایرانیانو، روسانو او انګرېزانو تر منځ او په شلمه پېړۍ کې د روسانو او انګرېزانو تر منځ د ډغرو ډګر و.
د بهرنیو عواملو تر څنګ، تر تېمورشاه وروسته د شاه زمان او ورونو تر منځ او بیا د دوست محدخان وروڼو او د تېمورشاه د زامنو تر منځ د بې اتفاقیو له امله د بهرنیانو د لاسوهنو لپاره زمینه برابره شوه. له یوې خوا انګرېزانو او سکانو او له بلې خوا ایرانیانو او روسانو افغانستان له هره پلو په بد حالت کړ.
په همدې توګه د خلق او پرچم او بیا د حفيظ الله امین او نورمحمد تره کي تر منځ بې اتفاقیو له امله د شوروي اتحاد او د امریکایانو لاسوهنو او مقابلې ته هم شرایط برابر شول.
که هلته شاه زمان له خپل ناسکه ورور شهزاده همایون سترګې وایستلې او د وزیر فتح خان پلار سلطان محمدخان یې په دار کړ او بیا شاه زمان د خپل ناسکه ورور شاه محمود او وزیر فتح خان له خوا ړوند کړل شو او ورسره وزیر فتح خان هم د شاهزاده کامران په لاس ړوند او ټوټې ټوټې شو.
په همدې توګه د پرچمیانو لخوا د خلقیانو پر ضد د کودتا کول، د خلقیانو له خوا له واک څخه د پرچمیانو شړل، د نورمحمد تره کي له خوا د حفيظ الله امین په نښه کول، بیا د حفيظ الله امین لخوا د نور محمد تره کي وژل دا ټول هغه څه وو، چې د روسانو او غربیانو د لاسوهنو او ډغرو لپاره یې زمینه چمتو او بیا کارمل په ډېره سپیتانه د واک پر ګدۍ تکیه ووهله.
وایي:” مړ خو هلته شو چې ساه یې وخاته.”
که هر څه و، خو زموږ هېواد د دوو فیلانو تر پښو لاندې که سره په جګړه وو او که مينه يې کوله دل شو.
وایي: ژوندي ملتونه له تاریخ څخه زده کړه کوي او تاریخې تېروتنې د دویم او درېيم ځل لپاره نه تکراروي، خو کاهل ملتونه تاریخ يو وارې د خوند او مزې لپاره لولي، د تحلیل او څېړنې حوصله یې نه لري.
افغانستان ته د امریکایانو راتګ د افغانانو خپله ستره غلطي وه. د ډاګټر نجیب الله په دارول، د ملګرو ملتونو د روغې جوړې پروګرام ناکامول، د جهادي تنظیمونو تر منځ جګړو، د طالبانو او شمالي ټلوالې تر منځ آخ و ډب دې ته شرایط اماده کړل، چې امریکایان هم د شورویانو په څېر پر افغانستان وسله وال یرغل ترسره کړي.
يوازې په دې تفاوت چې هلته د واک پر ګدۍ ببرک کارمل او پرچم نصب شول او دلته بیا حامد کرزي د شمالي ټلوالي سره غوړ برېتونه ډګر ته راووتل.
د افغانانو هغه ستره خبره چې وایي:
” پو په خپله پو.”
او یا د ملنګ جان هغه له سوزه ډکه ناره چې وایي:
“يار ګرم نه دی، یار ګرم نه دی ملنګ جانه
ما په خپله ځان وژلی، یار ګرم نه دی”