شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد ژغورنې نړیوالې کمېټې هم په افغانستان کې فعالیت ودراوه

د ژغورنې نړیوالې کمېټې هم په افغانستان کې فعالیت ودراوه

تاند(دوشنبه، د جدي ۵ مه) د نړیوالې ژغورنې کمېټې هم اعلان وکړ چې په ناحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو د طالبانو د بندیز په خاطر په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډوي.

تر دې وړاندې پرون سېف دي چلدرن، د ناروې د کډوالو شورا او پاملرنې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول او ویې ویل، له خپلو ښخینه کارکوونکو پرته په افغانستان کې مرستو ته د محتاجو ماشومانو، ښځو او نارینه وو لاسنیوی نه شي کولی.

د نړیوالې ژغورنې کمېټه یا IRC څلورمه لویه او مهمه غیرحکومتي موسسه ده چې په افغانستان کې فعالیت دروي.

آی آر سي له ۱۹۸۸ څخه په افغانستان کې فعالیت کوي او په تېرو ۳ لسیزو کې یې له میلیونونو بېوزلو افغانانو سره مرستې کړي دي.

دې کمېټې ویلي چې په تېرو ۳ لسیزو کې هیڅ وخت داسې نه دي شوي چې دوی خپل فعالیت درولی وي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د بیړنیو مرستو، روغتیا، تعلیم، او د ژوند د اړتیا وړ شیانو په برخه کې د افغانانو ملاتړ کاوه.

دا کمېټه وايي:«زموږ نارینه او ښځینه کارکوونکي له کلیوالو او ښاریانو سره له نژدې کار کوي څو د دوی اړتیاوې وپېژني او د هغوی کلتوري حساسیتونو او ټولنیزونو مقرراتو ته په کتو پروګرامونه جوړ او تطبیق کړي.»

دا کمېټه په افغانستان کې څه باندې ۸ زره کارکوونکي لري چې د هغو په منځ کې تر ۳ زره ډېرې ښځې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب