شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهحامد مير: پر افغانستان حاکم ط-ان پاکستان ته په نوي ګواښ بدل...

حامد مير: پر افغانستان حاکم ط-ان پاکستان ته په نوي ګواښ بدل شوي

تاند:( شنبه، د قوس شپږ ويشتمه)‏ د پاکستان يو مشهور ژورناليست حامد مير باور لري، چې په سپین بولدک -چمن کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د څو نښتو په دوام دلته ورځ تر بلې د فاجعې د رامنځته کیدو احتمال موجود دی.

ميړ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په يوه مطلب کې لیکلي، چې د پاکستان سياسي مخورو يو مهال ګومان کاوه، چې په لاس يې روزلي طالبان به د دوی د « ستراتيژيکې زېرمې» په توګه د دوی د « ستراتيژيکې ژورتيا» لپاره په افغانستان کې کار کوي.

د نوموړي په وينا، خو اوس برعکس طالبان د پاکستان پر وړاندې « نوی ګواښ» ګڼل کېږي.

د مير د ليکنې له مخې، د طالبانو له بيا واکمنيدو سره د پاکستان د هغه مهال صدراعظم عمران خان د دوی برياليتوب ونمانڅه او ویې ویل، چې دوی د لاسپوڅي توب پر ضد مبارزه وکړه.

د هغه په خبره، له دې سره هم طالبانو د کابل له زندانونو د پاکستان د تحريک طالبان بندیان خوشې او دغه راز د ډیورنډ فرضي کرښې له په رسميت پېژندلو ډډه وکړه.

دغه مشهور پاکستانی خبریال زياتوي، چې طالبان له پاکستان او امريکا دواړو سره« دوه ګونې لوبه» کوي.

د طالبانو د حاکمې ادارې خبري سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په سپین بولدک -چمن کې د څو مرګونو نښتو خبر ورکړل شوی، چې دواړه لوري پکې يو بل ملامتوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پرون په دې لړ کې، په اسلام اباد کې د افغان سفارت طالب سرپرست احضار کړی هم و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب