پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهکرزی ترکېې ته تللی، ځينو سياسي څېرو سره ممکن وويني

کرزی ترکېې ته تللی، ځينو سياسي څېرو سره ممکن وويني

تاند:( شنبه، د قوس شپږ ويشتمه)‏ راپورونه وايي، چې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی له متحده عربي اماراتو او جرمني څخه وروسته ترکېې ته په سفر ورغلی او هلته ممکن د طالبانو د ادارې له ځینو مخالفو څېرو سره‌ چې« د افغانستان د نجات لپاره د مقاومت د عالي شورا » په نوم فعالیت کوي وويني.

د دغه سفر او ممکنه لیدنو په اړه د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر او نورو لوریو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

حامد کرزي څه موده مخکې د طالبانو له حاکمې ادارې څخه د دغه بهرني سفر اجازه ترلاسه او د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته په لومړي ځل له کابله په بهرني سفر ووت.

نوموړی په اعلامیو کې يې له طالبانو په پرله پسې ډول غواړي، چې د افغانستان د بحران د حل لپاره د ملي روغې جوړې پروګرام پيل کړي.

طالبانو په دې اړه د حامد کرزي، نورو افغان سیاستوالو او نړيوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

3 COMMENTS

  1. حامدکرزي د مرحوم حضرت صبغت الله مجددي د ګوند غړی او شاګرد دی، فکر کوم کوم کارونه او اعمال چې خپله حضرت مجددي الهندي او د هغه مرحوم تره شیخ المشایخ یا نورالمشایخ د غازي امان الله خان په وخت کې له سقاو سره د سولې د خبرو به هکله کړي وو ، بیا تکرار شي .
    د هغې مشهورې کیسې په ارتباط د افغانستان اوسني وضعیت د حامدکرزي له لاسه دی . د دې ټولو شومو اوبدو نتایجو اصلي او لومړی درجه مسؤل همدغه جناب دي .

  2. ذلیل ابن ذلیل
    دا دو ه ناروغان بیا دجهادی شخصیت ترلقب لاندې پخوانی خاین مکروب چې له ملت څخه دعفوې غوښتلو پوروړی دی لومړی خپل مرداری باید له چلوصاف څخه وباسی . شیخ الحدیث سیاف چې دضیاالحق په قبر یې خاورې بادولې هم زیات جرمونه کړی . نو په کار ده چې ددوشنبې دامامعلی رحمان لوبه دې نه کوی خپل ځان نه وینی خو له آسلام اباد څخه موږ ته دفراګیر حکومت وړاندیز کوی. ایا شکست روس ها در افغانستان باعث آزادی تاجګستان نګر دید امام خان ؟دادوه مزور لیوان همغه ټېپر او تور دیګی دی چې له دوی څخه هېڅ نه جوړیږی کرزی هسې لابی ګری ته خوښ دی نه شرم لری او نه حیا داتول کړکیچونه دده له لاس ناوړین دی.ولسوالۍ یې په ولایت بدله کړل هرډول فاسد مزدور بی ایمان اوعقیدې کسان یې دبن ککړه اداره کې دننه کړل ګلم جم یې وپړساوه او هرځای کې یې فرعونان او نمرودان رامنځ ته کړل ړنده رسنی یې داتل په توګه راپېژنی کورخود بینای مردم.
    زما پویښتنه داده چې کوم اسلامی شریعت ،عرف،ایین ،فرهنګ ، دروغجنه دموکراسۍ ، او نوربلا بدتر ددې اجازه ورکوی چې یو محکوم دې له برائت پرته بیا دملت دزعامت به نوم لاسونه رابد وهی ایا په ۴۵ ملیونو کسانو نفوس کې موږ له قحط الرجال سره مخامخ یو؟
    وتزل من تشاء وتعز من تشاء.داڅه ډول لوبه او نغاره ده چې پای نه لری!

  3. وتعز من تشاء و تذل من تشاء بیدک الخیر انک علی کل شی ءِِِ قدیر ـ صدق الله العظیم۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب