Homeخبرونهمحمود خان: د پاکستان ستره محکمه دې د علي وزير د‌ بندي...

محمود خان: د پاکستان ستره محکمه دې د علي وزير د‌ بندي ساتلو په اړه خپل دریځ څرګند کړي

تاند:( شنبه، د قوس شپږ ويشتمه)‏ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان له سترې محکمې وغوښتل، چې د پاکستان په پارلمان کې د جنوبي وزيرستان د استازي علي وزير د‌ څو کلن بند په اړه، چې لا هم دوام لري خپل دريځ روښانه کړي.

نوموړي د علي وزير د‌ خوشې کیدو لپاره د بللي لاریون پر مهال دا غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د هغه د « ملامتۍ» یا « بې ګناهۍ» خبره باید ستره محکمه معلومه کړي.

د پاکستان د حکومت له مختلفو تر کنټرول لاندې سیمو څخه راپورونه ښيي، چې پرون د جمعې په ورځ د محمود خان اڅکزي په غوښتنه د هغه د ګوند سلګونه غړو د علي وزير د‌ خوشې کیدو لپاره بېلابېل لاریونونه کړي.

علي وزير په پښتنو سيمو کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو د مرموزو پښتون ضدو سياستونو سرسخت منتقد و، چې د پاکستان پوځ له څو کلونو راهيسې بندي کړی او د محکمو له لوري يې د خوشې کیدو له څو پریکړو سره بیا هم خوشې کیدو ته نه پرېږدي.

د ښاغلي وزير د خوشې کیدو لپاره په لسګونه ځله پاکستان او نورو سيمو کې سلګونه زره پښتنو لاریونونه کړي، خو غږ يې نه دی اورېدل شوی.

پښتانه ملتپال په دې اړه د بشري حقونو پر نړیوالو مدافع ادرسونو هم د نه پاملرنې له امله نیوکې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...