شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان په اسلام اباد کې د افغان سفارت سرپرست احضار کړی

پاکستان په اسلام اباد کې د افغان سفارت سرپرست احضار کړی

تاند:( شنبه، د قوس شپږ ويشتمه)‏ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په سپین بولدک -چمن کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د نښتو د دوام په غبرګون کې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو سرپرست او شارژدافیر سردار احمد شکېب احضار کړی.

د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې، د دغې احضاریې پر وخت پاکستاني چارواکو طالب استازي ته د وروستیو نښتو له امله اعتراض کړی او دغه نښتې ېې په سختو ټکیو غندلي دي.

 د طالبانو د حاکمې ادارې چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو مخکې ېې ویاند ذبیح الله مجاهد پاکستاني لوری د‌ دغو نښتو رامنځته کوونکی او هڅونکی بللی و.

د طالبانو او پاکستان د اړیکو له ترینګلتیا سره هم مهاله، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري ویلي چې د اړیکو دغه ترینګلتیا به ېې د طالبانو د ادارې په اړه د هېواد په دریځ کې بدلون را نه ولي.

زرداري له نړیوالو غوښتي، چې افغانستان له یاده ونه باسي او د طالبانو او ادارې سره خبرې وکړي، کنه دا به د افغانستان د هېرولو د مخکینیو تېروتنو تکرار وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب