دوشنبه, جون 17, 2024
Home+شاهی او مشروطه شاهی | پوهاند دودیال

شاهی او مشروطه شاهی | پوهاند دودیال

څو ورځې مخکې د دې قلم یوه لیکنه د فدرالیزم، ریاستی نظام او پارلماني نظام په هکله نشر شوه، ورور (هـ.صدیقی) پوښتنه کړی وه چې شاهی نظام څه دی؟

موږ (مالیمان) وروسته تر لوست، طبعاً  د پوښتنې توقع لرو،عادت مو دی چی د درسي ساعت آخر کې پوښتنو ته وخت او ځواب ورکړو، نو  د ورور په پوښتنه خوشحاله شوم.  دا دی  دلته به  لنډ ځواب عرض کړم:

لومړی به دپاچا، شاه، سلطان او امیر انځور عامه اذهانو او زموږ فوکلور او دولس تفکر کې روښانه کړم؛

زموږ ولسی- شفاهی ادب کې پاچا هغه مقتدر او ټولواک زعیم دی چی لوی دربار او دپاچاهی تخت لری، په رعیت حکم چلوي او د هیواد چارې سمبالوي، قدرت لري، لښکر لري، زور لري، خلک ورڅخه ویریږي، خو یو هوښیار وزیر هم لري. وزیر معمولاً د رعیت غمخور او د پاچا ښه مشاور وي. له نوم سره یې د شا، سلطان او امیر مختاړی یا روستاړی وي لکه سلطان محمود، شاه محمود، تیمورشا او نور. شاهی دپاچهی معادل اومترادف ده. (دا چې ولسی خلک مو سید ته باچا/پاچا صاحب وایی دا جدا خبره ده). دوخت په تیریدو سلطنت او پاچاهۍ کې بدلون راغلی او اوس هغه تیر مستبد شاهی نظامونه نشته، خصوصاً له هغه وخته چی داصلاح طلبانو په هلو- ځلو او سرښندنو اساسی قوانین نافذ شول او مشروطه وغوړیده، استبداد پای ته ورسېد. زیاتره سیاسی بحثونو کې تر مشروطه شاهی جمهوریت غوره بلل شوی دی.

مشروطه شاهي ته پارلماني او دیموکراتیکه شاهی هم وایي. په دې کې زیاتره پاچا سمبولیک حیثیت لري، لکه انګلستان کې؛ ټولې چارې حکومت د صدراعظم تر مشری لاندی پرمخ وړي، اساسی قانون،قضا او پارلمان هم شته. نو له مطلقه سره یې توپیر همدې کې دی. څرنګه چې شاهی یوه عنعنه ده، نو ځینی وخت عُرف لاهم خپل اعتبار ساتلی وي(ندرتاً). په مشروطه کې شاه یا پاچا قانون ته مقید دی. مشروطه کې بعضی وخت تثبیت شوی حقوقی عُرفی ارزښتونه هم اعتبار  لري، مګر پاچا  په خپل سر پریکړې نشي کولای  او د استبداد د دورې په شان  د مطلق  فرمانونه نشی صادرولای. د استبداد او مطلقه سلطنتونو او پاچاهیو دوره اکثرو هیوادو تیره کړې ده، چې اوس هیڅ ځای کې نشته. د زرګونو مبارزینو او آزادی غوښتونکو د ویاړلو مبارزو په پایله کې دنن ورځې له متمدن او عادلانه ژوند سره اساسی قوانین نافذ شوی، استبداد پای ته رسیدلی او ولس ته خدمت، ترقی راوستل او هوساینه د نظامونو اساسی دندې دي. شاهی نظامونه تر ډیره میراثی و. یعنی شهزاده به ولیعهد شو، بیا به د سلطان تر مړینی وروسته هرومرو همدی پاچاو، خو اوس داسې څه نشته. زموږ هیواد کې مشروطه د سیدجمال الدین افغانی د افکارو زیږنده او بیا د مولاناسرور،محمود طرزی او نورو ملی منورینو په هڅو او سرښندونوبریالی شوه، لومړنی مُدرن- وګړنیز اساسی قانون( نظامنامه) د اعلیحضرت امان الله خان پرمهال جوړ شو. د سید افکارو په ایران او ډیرو نورو آسیایی هیوادو کې هم تاثیر درلود. په مشروطه شاهی کې پاچا له سیاسی ګوندونو څخه مستقل وي اودصدرات مقام هم شاهی کورنی پورې اړه نه لري. په دې حالت کې د پاچا سمبولیک رول د ځمکنی بشپړتیا، اساسی قانون، ملی یووالی او ددولت د دوام اوثبات تضمین کوونکی وی او شاه عنعنوی مشروعیت لری. عجیبه ده چې له دې پلوه له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې  زموږ سپین ږیري د افغانستان د مشروطه شاهی دورې ارمان کوي، خو ځوانانو نوره  له پاچهی سره خدای پاماني کړې ده. نه هیروو چې همدا اوس هم یو شمیر هیوادو کې شاهی نظامونه شته؛ له اروپا نیولی (ډنمارک، انګلستان، تر استرلیااو آن تر اُردن ، کویټ، مراکش …، جاپان کی خو پاچا امپراتوردی!)خو دا یو هم  مستبد نظامونه ندي. دغه پاچایان شخصاً د حکومت په پالیسیو، د وزیرانو او نورو لوړپوړو چارواکو په تقرر او لرې کولوکې مداخله نه کوي. ځینی سیاستپوهان وایي: د نن ورځې پاچایان سلطنت کوی، خو فرمانونه نه صادروی! .

البته په مشروطه کې هم، په نهایت کې، پاچا یو شمیر اوچت صلاحیتونه لري لکه، د تصویب شوی اساسی قانون توشیح، د انتخاباتود پایلو تائیدول، او دجګړې او سولی اعلانول، د شورا انحلال او داسې نور چې دا ټول صلاحیتونه او حالات یې اساسی قانون کې درج دي (و.ګ: دافغانستان دشاهی دولت اساسی قانون).

نن ورځ نړۍ کې  سیاسی ګوندونو او د هغو فعالیت ته  ډیر اهمیت ورکول کیږي، خودشاهی نظام لرونکو هیوادو پاچا په هیواد کې د سیاسی ګوندونو په اړه کاملاً بیطرفه وي، داځکه چې هغه د ټول ملت سمبولیک استازی دی. ځینو هیوادو  په خپلو اساسی قوانینو کې ځانګړو شرایطو کې پاچا ته د اړتیا پرمهال فوق العاده واکونه هم منلي دي. په نیمه مشروطه شاهی کې بیا د پاچا صلاحیتونه زیات وي، چې اوسني وخت کې دا ډول نیمه مشروطه نظامونه نشته، بلکې زیاتره پارلمانی پاچاهي/شاهي نظامونه دي. کومو هیوادو کې چې همدا اوس هم شاهی نظامونه دی، ولسونه یې له دوی څخه راضی دي، دا شاهی نظامونه دومره وګړنیز او خدمتګاره دی چې هیڅوک د جمهوریت په فکر کې ندی، بلکي شاهی تائیدوی لکه دجاپان خلک. اما مستبدانه ټولواکي د تاریخ په اوږدو کې د لویو سرښندنو او قربانیو په نتیجه کې د سمونپالو روښانفکره غورځنکونو په تلاش ړنګ او جمهوری روښانه، ولسی او دیموکراتیک نظامونه پلی شوي دی، چی د هر هیواد تاریخ یوبل سره څه ناڅه توپیرونه لري.

خدای وکړی پوښتنه لنډه ځواب شوي وي.

4 COMMENTS

  1. سلام
    ښا یسته لیکنه ده پوهاند صاحب زموږ خلک لاهم ملی ارزښتونه نقض کوی اوپه یووالی باورمن نه دی ډېراحساساتی دی کله چې دتلویزیو ن پروګرام ته راځی : تودې خبرې، څار،تحول،فراخبر ،آریانا ،۱۴۰۰ ډیری یی دشاهی او مشروطه له قالبه بهر هرڅه وایی( دڅارویو دروشته یې نسوار نه ده) فکر کوی چې زموږ خبرې څوک نه اوری. خپلو منځو کې خصمانه برخورد لری دروغ وایی او دبحث محتوا ناندریو او ګونګسیو ته راباسی. په ساختګی او جعلی القابو باندی دتلویزینو دمرکو اهمیت راټیتوی دا ستره سپین سترګی ده.وایی مشک انست که خود ببوید ننه انکه عطار ګوید! .ځینې یی دلیکوال په نوم هر تلویزیون کې نیغ ناست وی او همدلته لیدونکو ته سترګې برګې برګې کوی..په هرحال وایی یو خل سلطان سنجر۱۱۱۷-۱۱۵۷ م دیوه قبرستان نه تېرېده هغه یو مجذوب سړی ولید چې هر ګور ته په ځېرځیر ګوری پوښتنه یې وکړه چې اې بزرګوار فقیر صاحب دروېش څه ګورې؟ هغه وویل چې دې ګورستان کې غریب هم دفن دی او ډیر غټ غټ پاچایان (مشروط او نامشروط)هم زه ګورم چې ددوی ترمنځ اوس هم فرق شته!شیطان انګرېز ځان ته Uited kigdom وایی.

  2. سلامونه،
    ډېر دروند پوهاند صاحب دودیال زمونږه ویاړ ېې. ستاسو ټولې ليکنې په ډیره تلوسه لوَلم او ډېر څه ترې زده کوم. په تېره هغه اړین معلومات چې مې باید د ظاهر خان په شاهي مشروطه او د شهید داوود خان په جمهوري مشروطه!! کې زده کړي وای .خیر په هر صورت .
    تاسو د سید کلمه یاده کړې چې زمونږ خلک ورته پاچا صیب وايي!نپوهېږم چې دا لکه پیر،حضرت، مرید، نواب، … د انګیزانو له خوا په عوامو کښې رواج شوي که کومه بله ریښه لري؟؛ په عربي کې خو السید= آقا=ښاغلی=مسټر= بیګ یا بای ا.د.ن. مانا ورکوي .که همداسې لړۍ روانه وساتئ او له پوښتنو ؟؟؟ پیدا کیږي او تاسو مالیمان=معلم صاحبان به زمونږ پوهې په !!!! خړوبوئ.
    په ډیره درناوۍ/ بروکسل د ډسمبر ۱۶=د ۱۴۰۱قوس ۲۵=د جمادی الاولی ۲۳/۱۴۴۴

  3. د ښاغلی استاد دودیال له توضیحی لیکنی څخه په مننی سره، یو لنډ عرض:
    د باچا او حاکم او سلطان او رئیس او امیر او …… شتون د بشری ټولنی ( مثلاً سیاسی جغرافیا ) د قوام او دوام لپاره یو ضرورت دئ او دا اصلاً یو الهی حکمت او سنت دئ. پاجهی او سلطنت نورو اجتماعی او علمی پدیدو غوندی د بشری تاریخ په غېږه کی د تکامل پړاوونه لیدلی دی.
    نن سبا پاچهی او سلطنت په ډیرو هیوادونو کی خپل اهمیت له لاسه ور کړیدئ او حتی هغه هیوادونه چی شاهی نظامونه لری ( البته مشروطه شاهی نظامونه ) د چلینج سره مخامخ دی او ډیر ځوانان ئې د نفی تلاښ کوی ځکه د هغوی په عقیده د شاهی دربار ځانګړې بودجه یو اضافی لګښت دئ البته د دې هیوادونو بوډا نسل د شاهی نظام موجودیت ته د یوې عنعنې په سترګه ګوری نه د یو سیاسی سیسټم په توګه.
    ټول هغه هیوادونه چی د روانو ۸۰ – ۹۰ کلونو په اوږدو کی د شاهی سیسټم یا باچا درلوونکی دی وولس ئې د واحد فرهنګ او نژاد او ژبی درلوونکی دی یا اقلاً د لږکیو پرګنو ژبه او فرهنګ هم د اکثریت تابع او یوه مشترکه ژبه کاروی.
    امّا
    زموږ د هیواد د وروستی شاهی سیسټم فزیکی او فزیولوژیکی حالت ډیر څیری پیری ؤ، باچا زما زوی د وولس د اکثریت په ژبه نه پوهېدئ او پښتون چاپلوس مخور مخلوق د اجبار او اکراه له مخی د باچا سره د هغه په ژبه ږغېدئ او دومره د نر بچی شتون نه درلود چی باچاساب د پښتو ژبی زده کړی ته وهڅوی ( البته زه ژبنی او تباری تعصب ته عقیده نلرم خو د شاهی دربار دا استعماری او استحماری ذهنیت را ته د غندنی وړ ؤ ) .
    بله خبره دا ده چی:
    نن سبا د پخوانی باچا ځینی فرتوت او مفلوک طرفداران د پخوانی باچا د دموکراسۍ! په اِعمال ویاړی!!!!!
    کومه دموکراسی؟ او کوم مشروطیت؟
    مشروطه شاهی = د سلطنت د دوام شرط به دا وی چی صدراعظم او سیمه ایز واکداران ( مثلاً والیان او ښاروالان ) به د وولس د رأیو په اساس ټاکل کیږی خو زموږ باچا د خپلی خوښی کس د پارلمان غوجل ته معرفی کاوه چی دا خپله د ” مشروطیت ” د اصل نقض ګڼل کېدئ.
    دا چی باچا د دموکراسی ! په بستر کی د ډول ډول ګوندونو د فعالیت اجازه درلوده دا د باچا د دموکراسی غوښتنی روحیاتو محصول نه ؤ بلکه دا د لندن او مسکو او واشنګټن او بیژِن جدّی غوښتنه وه چی د دموکراسی او آزادی د شطرنج پر تخته خپلی ستراتژیکی مُهری کتار او کېنوی او وروسته ګټه ترې واخلی چی همداسی هم وسوه.
    دا بحث اوږد دئ، همدومره کفایت کوی.

  4. ستاسو انتقاد کاملا پرځای ده ، خو کاشکې د پاچا اخلافو یا ځای ناستو لږ ښه حکومت او جمهوریت کړی وای . هغوی خلک ډلې ډلې پولیګونو ته ولېږل ، ښارونه یې په توغندیو وویشتل . ښوونځي یې وران کړل ، پلونه ، سرکونه ، کورونه ، روغتونونه او هرڅه یې ویجاړ کړل . ملي اردو یې کباړ او پرخپلو بادارانو وپلورله . دا دی نن مو داسې حال دی . خپل کور اوهېواد راته زندان ګرځېدلی دی . پنجاب مو هره ورځ خاوره نیسي ، لاسپوڅي یې ټول ملي کدرونه وژني .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب