Homeخبرونهپښتونخوا ملي عوامي ګوند نن د علي وزير د‌ خوشې کیدو لپاره...

پښتونخوا ملي عوامي ګوند نن د علي وزير د‌ خوشې کیدو لپاره لاریونونه کوي

تاند:( جمعه، د قوس پینځه ويشتمه)‏ د محمود خان اڅکزي په مشرۍ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند نن د پاکستان په پارلمان کې د جنوبي وزيرستان د استازي او ملتپال مبارز علي وزير د خوشې کولو لپاره لاریونونه کوي.

 محمود خان اڅکزي د‌ دسمبر په دویمه خبرداری ورکړی و ،چې که علي وزير ژر خوشې نه کړل شي، دوی به یې د خوشې کیدو لپاره پراخ لاریونونه پيل کړي.

ښاغلي اڅکزي ویلي وو:« په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د 440 کسانو په وژنو کې تورن راو انوار ته ضمانت ورکړی، خو علي وزیر ته ضمانت نه ورکوي.»

د ياد ګوند د بلوچستان ایالت مشر قهار ودان وايي، علي وزیر د پارلمان غړی دی هيڅ جرم یې نه دی کړی، جمهوريت او په پاکستان کې يې د قانون حاکميت غوښتی خو هغه بندي دی.

علي وزير په پښتنو سيمو کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو د مرموزو پښتون ضدو سياستونو سرسخت منتقد و، چې د پاکستان پوځ له څو کلونو راهيسې بندي کړی او د محکمو له لوري يې د خوشې کیدو له څو پریکړو سره بیا هم خوشې کیدو ته نه پرېږدي.

د ښاغلي وزير د خوشې کیدو لپاره په لسګونه ځله پاکستان او نورو سيمو کې سلګونه زره پښتنو لاریونونه کړي، خو غږ يې نه دی اورېدل شوی.

پښتانه ملتپال په دې اړه د بشري حقونو پر نړیوالو مدافع ادرسونو هم د نه پاملرنې له امله نیوکې لري.

1 COMMENT

  1. WHER IS HUMAN RIGHTS/
    PAKISTANI DECTATOR ARMY PUT ALI WAZEER IN JAIL.
    ALI WAZEER SPEND MORE LIFE IN JAIL. HIS MANY FAMILY MEMBERS ARE KILLED BY PAK ARMY&ISI.
    WHERE IS JUSTICE IN PAKISTAN,JUST IN NANME.
    ALL PASHTOONS MUST STANDUP AGAINST ARMY&ISI.
    ALWAYS BE UNITED PUSHTOONS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...