یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهراشد احمد خان د دوکتورا د سند په کچه په لومړي ځل...

راشد احمد خان د دوکتورا د سند په کچه په لومړي ځل پښتو موسیفي وڅېړله

تاند:( جمعه، د قوس پینځه ويشتمه)‏ په پښتونخوا کې مشهور هنرهن او کمپوز جوړوونکي راشد احمد خان د پښتو ادبياتو په اړه د خپلې دوکتورا له سند څخه، چې د پښتو موسیقۍ په اړه ېې لیکلی و، پرون دفاع وکړه.

د نوموړي دغه فراغت او څېړنه په پراخه کچه د پښتنو څېرو او فرهنګي بنسټونو له هرکلي سره مخ شوې ده.

په پښتونخوا کې د عوامي نیشنل ګوند ايالتي مشر ایمل ولي خان راشد احمد خان ته له مبارکۍ ويلو سره لیکلي:«دا خاوره که څوک په خپل اصلي وجود کښې وزغمي، دا خاوره به داسې ډېر بچي پېدا کړي۔»

په پېښور کې د مفکوره څېړنيز بنسټ غړو د راشد احمد خان د فراغت په وياړ د موسيقۍ او نمانځنې ناسته بللې وه او سلګونه نورو کسانو هم د نوموړي دغه څېړنه ستایلې ده.

راشد احمد خان په پېښور کې د هنرمندانو د ټولنې مشر او د ټکر هنري سټډيو مسوول دی.

هغه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنيدو وروسته پېښور ته د ورغلو افغان هنرمندانو د پالنې او د پاکستان د پولیسو له لوري یې د مزاحمت پر ضد هم فعالیتونه کړي.

نوموړی د معياري موسيقۍ له فعالو او مشهورو څېرو څخه ګڼل کیږي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب