پوهنمل دوکتوراندوس رحمت ځواکمن
15-12-2022/ هالنډ
په همدې ورځو کې د دسمبر له اومې تر نولسمې د کاناډا په مونتریال کې د نړۍ د هیوادونو استازي په یوه کنفرانس کې سره راټول شوی دي.
دوی غواړي په داسی لارو چارو غور او بحث وکړي چې د حیاتي تنوع یا د ژوندانه د ببلابیلو ډولونو د له منځه تللو د مخنیوي سبب شي.
د نوموړي کنفرانس ګډونکوونکي باید تر ۲۰۳۰ کال پوری داسې هدفونه وټاکي او په یولړ لارښوونکو کړنو سره توافق ته ورسیږي چې طبیعیت ته د نور زیات زیان رسول ودروي.
طبیعیت او د ژوندانه ډولونه یې د شاوخوا یو ملیارد پریکون یا قطع کولو له امله له مرگ سره مخ دي. بشریت به خپل همدې نېږدې دوست ته د همدې خیانت له امله بیه پرې کوي او تاوان به یې ویني.
همدې کنفرانس ته د ملګرو ملتونو سرمنشي دخپلې وینا په یوه برخه کې وویل” موږ پر خپل ټول ځواک ځان وژنه کوو”
د یادولو ده چې، د نړۍ د دولتونو د استازو راټولیدل او د طبیعیت او طبیعي ژوندانه د ډولونو پر ساتنې بحث او پریکړې کول په اوسني وخت کې خورا اړین او ضروري دي.
ځکه انسان په دی وروستیو وختونو کې د تکنالوژۍ او غوره تخنیکي وسایلو پر مټ طبیعیت او طبیعي ژوندانه ته سخت تاوان رسولی دی، چې اوس یې د زیان له عواقبو پخپله انسان هم خوندي نه دی.
د ژوندانه د ډولونو او رنکارنګۍ ساتل د انساني ژوندانه په خیر او ګټه دي، غوره به وای که لا له پخوا د ژوند له چاپېریال سره په احتیاط عقلانې چلند شوی وای. خاوره، اوبه او هوا ډیره نه وی ککړه شوی، زیاته نه وای زیانمنه شوی او د ژوندانه ډیر ډولونه له منځه نه وای تللای.
د ژوندانه رنګارنګي یا تنوع ډیره پراخه ده او پرځمکه ټول رنګارنګ ژوندي موجودات، له بشریت نیولي بیا تر حیواناتو، نباتاتو او نورو هر ډول ارګانیرمونو په بر کې نیسي.
د بیالوژي پوهان اټکل کوي چې په نړۍ کې تر څلویښتو ملیونو د ژوندانه ډولونه شته چې شاو خوا څلور ملیونه یې پیژندل شوی دي.
که پوښتنه وکړو چې د طبیعیت او د ژوندانه دا رنګارنګي موږ ته څه ګټې لري؟
نو ویلای شو چې د ژوندانه تنوع او ډولونه د دې سبب کیږي چې موږ پاکې اوبه، حاصل خېزه ځمکه، خواړه او د خپل اقتصاد لپاره خام مواد ولرو.
ځکه نو موږ همدې رنکارنکۍ ته اړمن یو چې باید وساتل شي او نور له زیانه وژغورل شي.
تشویش هم له همدی امله دی چې د ژوندانه دا ډولونه په ډیرې چټکۍ سره د کمښت سره مخ دي.
اروپا له ۱۹۷۰ کال رادیخوا شاوخوا دیرش سلنه د ژوندانه ډولونه له لاسه ورکړي دي.
د نړۍ په تودو سیمو کې دا فیصدي شپیتو ته رسیږي. په دی معنا چې هلته له نمایی زیات د ژوندانه ډولونه له منځه تللي دي.
د دې رنګارنګۍ د کمښت غټ علت انساني کړنې دي، لکه د چاپیریال ککړتیا، د ونو او بوټو پریکول، د کبانو او الوتونکو بی اندازې نیول یا ښکار، او همدارنګه ښاري پراختیا.
په ساده توګه ویلای شو چې موږ دومره ډیرې طبیعي منابع او سرچینې کاروو چې، ځمکه او طببعیت نه شي کولای هومره ببا تولید کړي او یا بیرته ځان ورغوي.
عواقب یې په زیاته اندازه د ځنګلونو ورکیدا، د اوبو کمښت، د حیواناتو مړینه او د کرنیزي ځمکې کم حاصله کیدل دي.
د کرنې، مالدارۍ، ځنګل کارۍ او کبانو ساتنې لپاره یو صحي یا روغ ایکوسستم او حاصل لرونکي ځمکه اړینه ده.
د ژوندانه د ډولونو د رنګارنګۍ ترڅنګ، دا ډولونه بېلابېل ایکوسستمونه (د ژوندانه سیمې) هم لري چې د ژوند تنوع یې رامنځ ته کړی ده. لکه تودې یا استوایې سیمي، قطبي سیمي، غرنۍ منطقي، دښتې، سمندري ایکوسستمونه او نور چې د ژوندانه د بیلابیلو ډولونو د رامنځ ته کیدو او تکثر سبب شوی دي.
په بله وینا نړۍ پرته له رنګارنګۍ او تنوع څه نه شي کولای، د ژوندانه ډولونه او رنګارنګ ایکوسستمونه ټول داسی دندې سرته رسوي چې، زموږ ژوند ته پایښت ورکوي. دا رنګارنګي په حقبقت کې انسانانو ته خواړه، ساختماني مواد، د سون توکي، لباس، دارو درمل او نوري اړیني اړتیاوی پوره کوي. د اکسیجن اغیزمنتیا، د مړوشویو ژویو او بوټو ټوټه ټوټه کول او وړول، د اوبو تصفیه او په طبیعیت کې د موادو او خوړو دوران یا سایکل ټول او ټول د ژوند د همدې ډولونو او رنګارنګیو له برکته دي. په حقیقت کې د الله ټول مخلوقات او دطبیعیت ټول ژوندي ډولونه یو دبل د ژوند، بقا، پایښت او مرستې لپاره رامنځ ته شوي دي.
نو لازمه ده چې د ځمکې پر سر هر وګړی د طبیعیت له طبیعي سرچینو معقوله استفاده وکړي، د ژوند چاپېریال ښه وساتي، د ژوندانه ډولونو او رنکارنګي و پالي او زیان ورته ونه رسوي.