شنبه, فبروري 7, 2026
Home+نیویارک او سینګاپور د نړۍ تر ټولو ګرانه ښارونه دي

نیویارک او سینګاپور د نړۍ تر ټولو ګرانه ښارونه دي

تاند- اکانومیسټ مجلې په خپل وروستي کالني راپور کې، چې د نړۍ د ګرانو ښارونو په اړه یې خپور کړی، ویلي چې نیویارک او سینګاپور د ژوند د لګښتونو له نظره د نړۍ تر ټولو ګرانه ښارونه دي او تل ابیب ورپسې دی.

په دې راپور کې د نړۍ په ۱۷۲ ښارونو کې د ۲۰۰ ډوله شیانو او خدماتو بیې په پام کې نیول شوي دي.

له شیانو منظور له خوراکي موادو رانیولې تر نورو ټولو ضروري شیانو پورې او له خدماتو منظور د برېښنا، ګاز، تېل، ترانسپورت او روغتیا په شان موارد دي چې دا ټول ۲۰۰ ته رسیږي.

د اکانومیسټ په راپور کې ویل شوي چې په چین کې د کووید ۱۹ صفر ته رسولو پالیسي د عرضې په برخه کې خنډونه پېښ کړل او پر اوکراین د روسیې یرغل تېل ۲۲ سلنه لوړ کړل چې د دې دواړو له کبله په نړۍ کې انفلاسیون لوړ شو.

سینګاپور

د اکانومیسټ مجلې د کالني راپور له مخې، پر روسیې د لوېدیځ د بندیزونو تر اغېز لاندې د روسیې په دوو ښارونو؛ مسکو او سن پیترزبورګ کې تر نورو ټولو ښارونو د ژوند لګښت لوړ شوی دی.

څلور اروپايي ښارونه هم د هغو لسو ښارونو په لیست کې شامل دي چې د ژوند لګښتونه پکې لوړ دي. لکه د سویس زوریخ، د فرانسې پلازمېنه پاریس، د ډنمارک کوپن هېګن او د سویس جینیوا.

هانګ کانګ د امریکا له لاس انجلس سره په ګډه څلورم ګرانه ښارونه بلل شوي دي.

تر ټولو کم مصرفه ښارونه د سوریې دمشق، د ایران تهران او د لیبیا طرابلس دي او دلیل یې دا ګڼل شوی چې د دغو هیوادونو اقتصاد کمزوری او د ملي پیسو ارزښت ټیټ دی.

په دې سروې کې خدمات او د خوراکي موادو بیې په پام کې نیول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...