Homeخبرونهپر جنرال جرئت تازه تور؛ پاکستان د ط-انو پر ضد د هدفي...

پر جنرال جرئت تازه تور؛ پاکستان د ط-انو پر ضد د هدفي وژنو مسووليت ور سپارلی

تاند:( جمعه، د قوس پینځه ويشتمه)‏ د شمال ټلوالې يو مشهور قومندان جنرال دين محمد جرئت، چې لا له وړاندې د مخالفانو له لوري یې پاکستان سره په مرموزو اړیکو تورن و، په یوه تازه راپور کې د پاکستان په اشاره د طالب ځواکونو خلاف د هدفي وژنو د یوې نوې پروژې په سمبالولو تورن شوی.

په دې اړه خپور شوي یوه راپور کې ادعا شوې، چې پاکستاني استخباراتو، جنرال جرٸت ته د (يکه غونډ) په نوم د هغې برخې مشري سپارلې، چې شاوخوا زر تنو ځوانانو ته د پېښور صدر بازار ته ۵۰ کیلومتره څېرمه په افغانستان کې د طالبانو خلاف د هدفي وژنو روزنه ورکوي.

د ياد شوي مرکز په اړه دا ادعا شوې، چې ۳۵ کاله مخکې د پاکستان استخباراتو د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار ته ېې مسوولیت سپارلی او د پاکستان د هدف وړ کسانو د وژلو لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کیده.

پر جنرال جرئت دغه تور په داسې مهال پورې شوی، چې ویل کیږي په وروستيو کې هره ورځ شاوخوا ۱۵ طالب ځواکونه د ناڅرګندو کسانو په هدفي بریدونو کې وژل کېږي او مسووليت ېې څوک پر غاړه نه اخلي.

د جنرال جرئت په اړه:

جنرال جرئت، چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له پخوانیو مشهورو قومندانانو څخه دی، وروسته د احمد شاه مسعود لخوا د جوړې شوې نظار شورا له پلویانو څخه و.

هغه د حامد کرزي په مشرۍ د موقت حکومت پر مهال، چې یونس قانوني د کورنيو چارو وزير و، د وزارت د پولیسو د ژاندارم عمومي قومندان و.

دی هماغه مهال د هوايي چلند د وزیر ډاکټر عبدالرحمن په وژلو تورن شو.

جنرال جرئت وروسته د پخواني لوی څارنوال عبدالجبار ثابت په وهلو تورن او بيا له دندې په کور شو.

نوموړي د ولسمشر غني د واکمنۍ پر مهال ډېر فعال او تر دې، چې د ملي امنیت شورا دفتر تر مرستيالۍ او د ولسمشر غني تر مشاوریته ارتقا وکړه.

د پرزول شوي جمهوري نظام لومړي مرستيال امرالله صالح دغه مهال، په حکومت کې نه و او له منتقدانو څخه ېې و، چې یو ځل يې په کنايوي ډول وویل:« د پاکستان يو معلوم الحاله جاسوس د ملي امنیت شورا په دفتر کې مرستيال دی.»

ښاغلي جرئت « د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې بهیر» په نوم يو حرکت هم اعلان کړ، د افغانستان په نوم ېې ټلویزیون او ګڼ نور فعالیتونو لرل، چې په دې ترڅ کې یې په جلال اباد کې له اړوند دفتر څخه د ځانمرګو بریدونو د واسکټونو د تر لاسه کیدو ادعاوې خپرې شوې وې.

دین محمد جرئت، دغه راز د طالبانو تر بيا واکمنيدو پورې د پاکستان د ويزو له تر ټولو لویو کاروباريانو څخه ګنل کيده.

نوموړی د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، لږه موده خپل پلرني ولايت پنجشير ته لاړ او ظاهرا د احمد مسعود په ملتیا د پنجشېر مقاومت جبهې له مطرحو څېرو څخه شو.

جرئت وروسته د يادې جبهې د ځينو کسانو لخوا طالبانو ته د پنجشېر د سپارلو په معاملې تورن شو.

دا په داسې حال کې ده، چې اوړمه ورځ د طالبانو امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده د پنجشېر یو شمېر دیني عالمانو او مخورو سره په ليدنه کې طالبانو ته د پنجشېر د سپارلو له امله مننه کړې ده.

تاند هڅه وکړه، چې جنرال جرئت او د طالبانو ځينو سرچينو سره د طالب ځواکونو د هدفي وژنو په اړه وغږیږي، خو بريالی نه شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...