شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان: کابل کې تر امنیت نه ټینګیدو به خپل شارژدافیر ونه لېږو

پاکستان: کابل کې تر امنیت نه ټینګیدو به خپل شارژدافیر ونه لېږو

تاند:( پنجشنبه، د قوس څلور ويشتمه)‏ د طالبانو ادارې سره د ناندريو په دوام، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي، چې په کابل کې د امنيت تامينیدو تر نه اطمینان پورې به د دغه هېواد شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني افغانستان ته ستون نه شي.

پاکستانۍ وياندې ويلي، چې هېواد یې په کابل کې د خپلو دیپلوماتانو او د خپل سفارت د امنیت ساتلو غوښتنه کوي.

د روانې لیندۍ میاشتې پر ۱۱ مه په کابل کې د پاکستان پر شارژدافېر داسې مهال ډزي وشوې، چې هغه د سفارت په انګړ کې د ګرځېدو په حال کې و.

وروسته داعش ډلې د ځینو انځورونو له خپرولو سره ادعا وکړه، چې دا برید د دې ډلې دوو غړو کړی او هدف ېې د عبیدالرحمن نظاماني وژل و.

ځينو پوځي شنونکو د یاد برید تر شا د پاکستان د مرموزې لوبې تور پورې کړ او ويې ويل، چې د داعش د خراسان ډلې په نوم ټول فعاليتونه پاکستان کوي، څو په دې نوم هم په افغانستان کې بې ثباتي دوامداره وساتي او هم د داعش له ګواښه د ځان متضرر ښودلو په نوم له نړیوالو مرستې ترلاسه کړي.

2 COMMENTS

  1. دا بیناموسه چتلستان دې افغانستان ابدی دشمن دی او هغه لاس پوځې چی له افغانستان چتلستان پی ګران ده باید دی دوې غاښونه پری مات شې او کسان چی افغانان بولی باید ګوند بازی یو خوا پریږ دی او يو موتی ملت شې او دی دشمن غاښونه پری مات کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب