یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهپر سخت دریځو ط-اب مشرانو نیوکې؛ متقي: د ملت په زخمونو مالګې...

پر سخت دریځو ط-اب مشرانو نیوکې؛ متقي: د ملت په زخمونو مالګې مه شیندئ

تاند:( پنجشنبه، د قوس څلور ويشتمه)‏ د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي نن په یوه غونډه کې په کنايوي ډول د ځینو سخت دريځو طالب مشرانو پر پارونکو څرګندونو نیوکې وکړې.

نوموړي په بهرنيو چارو وزارت کې د وزارت د کاري فعاليتونو د يوه چاپ شوي کتاب اړوندې غونډې ته په وینا کې له نوم اخیستو پرته دغو طالب مشرانو ته په خطاب کې وویل، چې په پارونکو څرګندونو دې د ملت په زخمونو مالګې نه شیندي او داسې ويناوې دې نه کوي، چې د طالبانو د ادارې مجبوريتونه پکې په پام کې نه وي نيول شوي.

هغه مشخصه نه کړه، چې نيوکې ېې کومو طالب مشرانو ته راجع دي، خو ویې ویل له داسې خبرو دې ډډه وشي، چې عملي کېدای نه شي او يوازې یې ویناوال د خپل شهرت لپاره کوي.

ملا متقي په عین حال کې ټينګار وکړ، چې افغانستان بايد د علم، اقتصاد او اتصال مرکز شي.

د طالبانو د دغه لوړپوړي مقام څرګندونې په داسې حال کې دي، چې له څه مودې راهيسې د دوی د لوړو زده کړو وزير شېخ ندیم او ځینو نورو سخت دريځو چارواکو څو پارونکې ویناوې کړي.

په ورته وخت کې د طالبانو يوه مشهور مدافع فیض محمد ځلاند د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت پر نننۍ غونډې نیوکې کړي او لیکلي یې دي:«بهرنیو چارو وزارت دومره ډیرې لاسته راوړنې لري چې خپله يې کتاب ترې جوړ کړی، نن يې رسما افتتاح کړ، دا چې نړۍ رسميت پیژندلو ته غوټه اچولې، خپل کار به کوي، کنه اوس به پوره کتابتون پرې لیکل شوی و، له محمود طرزي رانیولی تر ص.رباني په وزارت چا کتاب لیکلی؟تاریخ داسې لیکل کیږي؟»

د ملا متقي خبرې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د سخت دریځۍ او نرم دریځۍ په اړه د اختلافاتو خبرونه موجود دي.

طالب وياندويانو په دې اړه خبرونه بې بنسټه ګڼلي دي.

2 COMMENTS

  1. دلته نه د نرم دريځه په نامه څوک نشته. دا ټول د يوې مردارۍ پیداوار دي. دا يوازې د خلکو د تېر اېستلو لپاره یوه نامعقوله بهانه ده. دوی هغه څه کوي چې پنجابي باداران یې ورته امر کوي. پاتې شو د ملا د متقی داستان. تر دې بېغرته وزیر ما په ژوند نه دی ليدلی. هغه تېره ورځ د پاکستان دفاع وزیر ولې چې د تورخم د پېښې په هکله طالبانو له پاکستانه بخښنه غوښتې، خو ده غټ سري او ملا عباس له ډاره خوله هم خلاصه نه کړه. مجبوریت د درک وړ ده ولې نه تر دې اندازې. یو کال شو چې د افغانستان په تعلیمي نظام او عزت لوبې روانې دي او دا بېغرتان چوپه خوله ناست دي.

  2. د ټالب او بل هر سخت دریځي سیاست په افغانستان کې هغه وخت ناکامه دی چې دوی ځان له ملته جدا ګڼي . له ترکې تر ملارباني او مجددی ، له کرزي تر اشرف غني او بیا نني جاهلان هریو چې قدرت ته رسیدلي دي ، واک او قدرت یې انحصار کړي ، نورو افغانانو ته یې په حاکمیت کې سهم نه دی ورکړي او خپل مخالفین یې په شدت او قساوت سره وژلي ، ټکولي دي .
    ملارباني او مسعود خو ملي اردو هم منحل او ټوله وسله یې خپل بادار جنرال حمیدګل ته په اخلاص او صداقت سره وسپارله . ټالبانو په اوله دوره کې بیا دا کرغېړن عمل تکرار کړ، ټوله موجوده سلاح یې راټوله او پنجاب ته یووړه . دا ځل یې بیا ملي شل کلنه اردو منحل کړه ، وسلې یې پنجاب ته قاچاق روانې دي . ملي کدرونه یې وشړل او پرځای یې ملا خډلان کښېنول چې دوی اوس د اول او دوهم صنف کتابونه لولي .
    دوی ته ملت اسیران او برده ګان ښکاري او د چا د خبرو اورېدو هېڅ وخت هم نه لري .
    رښتیا یې ویلي : هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره که نه …
    ترکاڼي د بیزو کار نه دی .
    او ملا هبټ افغان نه دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب