Homeخبرونهمجاهد د سپین بولدک په نننۍ نښته کې هم پاکستان پړ وباله

مجاهد د سپین بولدک په نننۍ نښته کې هم پاکستان پړ وباله

تاند:( پنجشنبه، د قوس څلور ويشتمه)‏ د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد د سپین بولدک-چمن د نننۍ نښتې له امله هم پاکستان پړ وباله.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دغه نښته يو ځل بيا د پاکستاني ځواکونو په ډزو پيل شوې ده.

مجاهد زياتوي، چې دوی خبرې اترې د ستونزو معقول حل بولي او منفي ګامونه او پلمې هیڅ لوري ته په ګټه نه بولي.

په سپین‌بولدک کې نن د روانې اونۍ په ترڅ کې په دویم ځل د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته وشوه.

د لومړنیو راپورونو له مخې، طالبانو په شېرو اوبو سیمه کې پوسته جوړوله چې له هغې غاړې پرې ډزې پیل شوې.

د یکشنبې په ورځ هم په ورته دلیل پاکستاني پوځیانو په دې سیمه کې پر طالب ځواکونو برید کړی و چې په نتیجه کې یې دواړو خواوو ته ۱۰ تنه ووژل شول او شاوخوا ۳۰ نور ژوبل شول.

د نننۍ پېښې په اړه پاکستاني رسنیو د خپلو پوځي سرچینو په قول ویلي چې له افغانستان څخه د دوی خوا ته ډزې شوي چې ډیورند کرښې ته څېرمه په موسي کلي کې د خلکو پر کورونو لګېدلي دي.

پاکستاني رسنیو د خپلو چارواکو په قول ویلي، د ډزو په نتیجه کې د چمن په موسي کلي کې د ۲ ښځو په ګډون ۱۲ ملکي وګړي ژوبل شوي او یو تن وژل شوی دی.

د پاکستان د ملېشه ځواک یوه قوماندان پاکستاني رسنیو ته ویلي چې د طالبانو د ډزو په ځواب د پاکستان پوځ هم د افغانستان خوا ته ډزې وکړې.

1 COMMENT

  1. زه فکر کوم دا د دواړو اړخو دستوري جګړې دي تر څو د ډیورینډ کرښې ته د رسمیت بڼه ورکړي. دا د انګریز او د هغوی د غلامو پنجابیانو پخوانی تکتیک دی تر څو نړیوالو ته وښایي چې دلته هره ورځ جګړې کیږي او ددې موضوع اساسي حل د کرښې رسمیت پیژندل وګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...