اکثره ماشومان د عمر په دویم او درېیم کال کې ژبه زده کوي. دغه عمر د ماشوم د شخصیت په وده کې حساس وخت دی. له یوې خوا په دې عمر کې د ماشوم تخیل وده کوي، لیدلي به مو وي چې ماشوم مثلاً درباندې غږ کوي: «راځه چې ډوډۍ وخورو.» دسمال یې په کوټه کې وېړ کړی وي، خالي غاب یا د د کوم لوښي تش سرپوښ یې ایښی وي او وايي چې دا دی کچالان مې پاخه کړي دي. ماشوم معمولاً هماغه شی یادوي چې د ده خوښېږي. تفصیل