پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeخبرونهډاکټر وردګ نوي سرپرست ايراني سفير ته؛ موږ« افغانستاني»نه«افغانان»يوو

ډاکټر وردګ نوي سرپرست ايراني سفير ته؛ موږ« افغانستاني»نه«افغانان»يوو

تاند:( شنبه، د قوس شپږ ويشتمه)‏ په قطر کې‏ د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو سرپرست او د دوی د سياسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ د افغانستان لپاره د ايران د ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي د يوه تازه ټويټ پر وړاندې غبرګون ښودلی.

حسن کاظمي په يوه تازه ټويټ کې له يو شمېر افغانانو سره د لیدنې يادونه کړې او دوی یې « افغانستاني» ګڼلي.

طالب ديپلومات ډاکټر نعیم وردګ بیا د ايراني استازي په غبرګون کې ویلي، نوموړی بايد وپوهيږي، چې د افغانانو هويت « افغانستاني» نه بلکې« افغان» دی.

د ايراني استازي دغه ټويټ ته ډېرو نورو افغانانو هم غبرګون ښودلی او دا ډول څرګندونې يې غندلي دي.

ايراني استازي په دې اړه ځواب نه دی ورکړی.

د افغانستان د وروستي او نورو اساسي قوانينو له مخې د افغانستان ټولو اتباعو ته د «افغان» کلیمه اطلاق کيږي.

د شنونکو په باور، ځينې خلک او په خاص ډول ایرانیان او نفوذي ډلې ېې د افغانستان ملي هويت سره د عقدې له مخې افغانانو ته د « افغانستاني» کلیمه کاروي.

د ايراني ديپلومات پر وړاندې د طالبانو د ديپلومات غبرګون ځينو خلکو ستایلی او په دې اړه يې د نورو افغانانو د ورته دريځ غوښتنه کړې ده.

څه موده مخکې طالب چارواکو د افغانستان له ځينو لوحو څخه د ايراني اصطلاحاتو د ايسته کولو لپاره هم ځینې ګامونه اخيستي وو، چې د خلکو هرکلي سره مخ شوي وو.

3 COMMENTS

  1. د ښاغلي وردګ خبره دلته سمه ده .
    د افغانستان تبعه یا اوسېدونکی افغان دی چې جمعه یې افغانان کیږي .
    همدارنګه د ځینو نورو هېوادونو اتباع هم په خاص ډول سره یادیږي.
    د عربستان اتباع عرب او عربان
    د هند اتباع هندی او هندیان
    د پارس اتباع پارس او پارسیان
    د انګلیس اتباع انګلیس او انګلیسیان
    د جرمن اتباع جرمن او جرمنیان
    د روسیې اتباع روس او روسان
    د ازبکستان اتباع ازبیک او ازبیکان
    د ترکمنتستان اتباع ترکمن او ترکمنان
    د تاجیکستان اتباع تاجیک او تاجیکان
    د قزاقستان اتباع قزاق او قزاقان
    د قرغیزستان اتباع قرغز او قرغزیان
    د ترکیې اتباع ترک او ترکان یادیږي . پدې برخه کې د پښتو او فارسي دري جمعه یو ډول سره ګردانیږي . دوی عربها ، هندیهان پارسها او … بولي .
    اما د نورو هېوادونو اتباع بیا بل ډول لکه د پاکستان پاکستانی ، د ایران ایرانی ، د کویت ، کویتی ، د عراق ، عراقی او …. یادیږي .

  2. کله چی احمد دورانی د نادر افشار ښڅه وغوله او د کوهی نور الماس ور څخه واخیست له هغه ورسته د ایرانیانو ضدیت له افغانانو سره زیاد شود او د افغان له کلمی سره یی حساسیت را پیدا شو نو ځکه تر اوسه پوری دوی افغانان یا افغان نه وایی ـ

  3. هی ساده خوشباوره افغانه ستا په ملک ، دولت ، اردو کې داسې انسانان وو او اوس هم شته چې احمد شاه د نادر افشار بچه بیریش بولي …. دا هغه انسانان دي چې د رنډۍ اخلاق لري په هيڅ نه شر میږي داسې انسانان باید په درنه جزا محکوم شي !
    اوس سوسیالوګي او ارواح پوهنې ته : یو بجه بیریش د امپراطوري قدرت نشی لرلی له هغه هیڅوک نه شر میږي نه امر مني او نه حیا ترې کوي !
    خو ستمیان تاجکان د مونږ په منځ کې هم حکومت کوي ،خو نه مو تاریخ مني ، نه مو اکسریت !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب