Homeکلتورننګرهار کې پنځون فکري بنسټ خپل فعاليتونه پيل کړل

ننګرهار کې پنځون فکري بنسټ خپل فعاليتونه پيل کړل

تاند:( شنبه، د قوس شپږ ويشتمه)‏ د ننګرهار د کامې ولسوالۍ يو شمېر ځوانانو د پنځون فکري بنسټ په نوم يوه نوې ټولنه پیل او په یوه غونډه کې ېې د موجودیت اعلان وکړ.

د دغه بنسټ مرستيال زاهدالله احمد وويل، چې دا ټولنه به د ځوانانو د فکري ودې لپاره کار کوي.

په غونډه کې يو شمېر ويناوالو د دغه بنسټ په جوړيدو خوښي وښوده او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

د‌ غونډې په ترڅ کې مشاعره هم تر سره شوه.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره په هېواد کې د ځوانانو دا ډول را ټولیدنې کمې شوي او طالب چارواکو د مخکينيو مدني او نورو ټولنو جوازونه لغوه کړي.

1 COMMENT

  1. مبارک دی وی ، ددغه بنسټ دکار دپیل له امله ډیر زیات خوشحاله او لویه امیداوری راته پیدا شوه. زه هرډول خدمت او مرستو ته تر خپل وس پورې چمتو یم.
    خدای مو لازیات بریالیتوب په نصیب کړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...