Homeخبرونهعباس ستانکزی: ازبکستان دې د بریښنا په اړه شوې هوکړه عملي کړي

عباس ستانکزی: ازبکستان دې د بریښنا په اړه شوې هوکړه عملي کړي

تاند:( شنبه، د قوس شپږ ويشتمه)‏ د طالبانو د حاکمې ادارې د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شير محمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف سره له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د ستونزو له امله اړه ټليفوني خبرې کړي.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي ،چې ستانکزي له ازبکستاني لوري وغوښتل چې د وارداتي برېښنا کچه هغې اندازې ته ورسوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پرې وارد مخه هوکړې شوې ده.

سرچينه زياتوي، چې عصمت الله ایرګشوف هم ياده ستونزه ومنله او زياته يې کړه چې په دې تړاو يې د ازبکستان د برېښنا له وزارت سره خبرې کړي او هغوی د يادې ستونزې لامل په ازبکستان کې د سړې هوا په رارسېدو سره د برېښنا کمښت او هم ځينې تخنيکي ستونزې يادې کړي دي.

 ایرګشوف وويل، چې د دوی د هڅو په پايله کې د برېښنا د لېږد کچه یو څه لوړه شوې ده او کوښښ کوي چې افغانستان ته د برېښنا کچه لا زياته شي.

په وروستيو کې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا له کميدو سره په کابل او ولایتونو کې بریښنا کمه شوې، چې خلکو ته ېې ډېرې ستونزې رامنځته کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...