یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهبلاول بوټو پر افغانستان د احتمالي بریدونو خبرداری ورکړی

بلاول بوټو پر افغانستان د احتمالي بریدونو خبرداری ورکړی

تاند:( شنبه، د قوس شپږ ويشتمه)‏ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري پر افغانستان د احتمالي بریدونو خبرداری ورکړی.

نوموړي ویلي، چې پاکستان به د خپلو مخالفو وسله والو ډلو: تحریک طالبان پاکستان، بلوچستان ازادي غوښتونکي پوځ او نورو فعاليتونه ونه زغمي.

هغه په افغانستان کې د يادو ډلو د فعاليتونو ادعا هم کړې او ویلي، چې دوی به د دوی پرضد ځانته د ګام اخيستو حق ورکړي.

بلاول بوټو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو غونډې ته ویلي ،چې پاکستان پر افغانستان د طالبانو د حاکمې ادارې په اړه پر خپلې ستراتيژۍ بیا کتنه کولای شي، خو کابل سره اړیکې نه شي پرې کولای.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په پېښور کې پر پوځي ښوونځي د ۲۰۱۴ د ډېسېمبر ۱۶مې د بريد د قربانيانو په یاد کې د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې زیاته کړه چې پاکستان د ترهګرو ډلو پرضد د مستقيم گام اخیستو حق لري.

د بهرنیو چارو وزیر هند ته په اشاره وویل چې پاکستان د دې د ثابتولو شواهد لري چې دا ډول ډلې “د دښمنانو څخه مالي او نور ملاتړ ترلاسه کوي”.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر ۱۵ مه په نیویارک کې د یو خبري کانفرانس پر مهال له تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې بلاول بوټو زرداري ویلي وو چې طالبان یو حقیقت دی او افغانستان له پاکستان سره پر پوله پروت دی خو باید هغه طریقې یا ستراتیژۍ ته بیا کتنه وشي، چې د طالبانو د ښکېل کولو لپاره پر مخ وړل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې افغان طالبانو له امریکا سره د دوحې په تړون کې ژمنه کړی وه چې خپله خاوره به د بل چا پرضد د ترهګرۍ لپاره کارېدو ته نه پرېږدي.

خو د ده په وینا، د دې موخې لپاره هڅې ناکامې ښکاري او داسې بریښي چې تحریک طالبان پاکستان د پاکستان پر ضد د جګړې اعلانولو ته زړه ښه کړی او بریدونه یې زیات شوي دي.

د افغانستان حاکمې طالب ادارې بیا په دې اړه شوې ادعاوې بيا-بیا رد کړي او بې بنسټه ګڼلي دي.

پاکستان شاوخوا یو کال مخکې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنيدو سره د افغانستان پر خوست او کونړ ولايتونو کې په مستقیم ډول څو سیمې بمبار او ادعا وکړه، چې د پاکستاني طالبانو مرکزونه ېې په نښه کړي.

ځايي خلکو په دې بمباريو کې د ملکیانو او ماشومانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ، خو د يادو پېښو جزییات د طالبانو د ادارې له لوري تعقيب او په اړه ېې پوره وضاحت ونه شو.

د طالبانو ادارې د پاکستان تازه خبرداري ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي اوړمه ورځ په یوه غونډه کې وویل، چې د دوی له واکمنيدو سره افغانستان مستقل شوی او د هېوادونو نیابتي جګړې پکې پای ته رسیدلي دي.

4 COMMENTS

  1. وایی لیوه پاس یا برې خوا کې ولاړ وو او په اوبو کې یې خپلې پنجې ښخې کړي څو وارې یې اوبه خړې کړي او بیا یې لاندې یا کوزې خوا ته هغې مېږې ته چې اوبه یې څښلې وویل : دا اوبه ولې را خړوي ؟
    پنجاب خو هسې د افغانستان له دې ضعف ، انزوا او اقتصادي ، سیاسي بحران نه غلطه ګټه اخلي ، غواړی افغانستان باندې یرغل وکړي او کومه برخه یې غصب کړي .
    خو دوی باید په یاد ولري : دا افغانستان دی ، دلته هر نړیوال ابرقدرت په اخره کې په ګونډو شوی او په ژړا بېرته ستون شوی .
    پنجابیانو نوره خپله خوښه ، چې خپل ځان پېژني ، خپل حد او د نورو حقوقو ته درناوي کوي ،ښه ګاونډيتوب کوي او که غواړي خپل اویا کلن کرغېړن موجودیت ته د پای ټکی کیږدي ؟

  2. پاکستان غواړي ددنیا په سترګو خاورې واچوي. دا هسې زرګري او غولونکې خبرې دي. افغانستان کاملا ددوی په کنترول او اختیار کې دی. احتمال لري د چې په نږدې راتلونکې کې پاکستان د پوځ او استخباراتو په مستقمې مرستې دداعش ډالې نفوذ په اففانستان اوًمنطقې کې پراخ شي، دوی په منطقه کې خپل د راتلونکې سیاست او بقا غمه خوري. پدې ډول خبرو او هم احتمالې حملو او بمباریو دوی غواړې د منطقې هېوادونه دا ووایي چې د داعش او یا کومې بلې ترورستې ډلې تر شا ددوی لاس نشته او دا یوازې طالبان او افغانان دي. خو دنیا اوس پوهېږي چې پاکستان د تروريزم د زېږولو کارخانه ده، او دا چې دنیا کې داسې ترورستي پېښه نشته چې لکۍ یې د پاکستان د کونې لاندې نه وي. زه فکر کوم چې د کابل ملاچرګان يوازې ډرتېږي. لوبه د افغان په نوم روانه ده او پایله یې هم د افغانستان په نوم او بدبختۍ ختمېږي.

  3. belabor butto you will get your right how get your MOTHER&GRAND FATHER
    BEWARE FROM AFGHANS
    AFGHANS ARE LIONS OF KHYBER,
    ZENDAH BAAD GREAT AFGHANISTAN

  4. د پاکستان مومن ملت ته په درنښت چي دوی خفه نشی ، دی پنجابی ای ـ اس ـ ای تیرو پنځوسو کلونو تجربو ثابته کړه چي حلال و حرام ،عزت و ناموس،شرف و عزت ،انسانیت او ګاونډیتوب بیا په
    ټوله کی انسانی او اسلامی ارزښتونه نه پیژنی،نو داسی اجرتی نوکران هری معاملی ته تیار او هری پستۍ ته تن ورکوی،ازموده را ازمودن خطاست۰
    خو موږ ته منحیث مومن مجاهد ملت څه پکار دی ؟ کومه امادګی ،کوم تدابیر،دقوت عمده عوامل را ټولول او صف مرصوص جوړولوو تیاری، اجیر او معامله ګرو تشخیص او کنترول،د مضر ګاونډی
    اضرار شنډول او مثبت بدیل یی پیدا کول،د داخلی تحکیم له لاری ټولی جاهلی او استخباراتی موانع
    په حکیمانه طور ذوب او لیری کول،واحد یو موټی قوی ملت جوړول ډیر قوی ایمان ،پوخ قیادت،پوهه،تجربه،تخصص او عزم غواړی په انحصار،غلامۍ ،جاهلی تعصبات او تشټت کی ،ملت او خاوره ساتنه هم ګرانه
    بریښی ،او د شرانګیزو استخباراتو شر دفع کول یا ځان مصئونول او مقابله به ډیره ګرانه او حتی ناممکن به وی؛خو که ملت د پاخه قیادت لاندی په مرصوص صف کی ودرید ،ډیر فرصتونه او ډاخلی عوامل ورکی شته چي پنجابی شرانګیزانو ته تاریخی درس ورکړو ،او دا د شرارت مرکز بیا سر
    پورته نکړی ،منطقه او نړۍ به ان شاء الله بل د دی نه اخبث مخرب مزدور بیا ونه مومی۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب