تاند(شنبه، د قوس ۲۶ مه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورند کرښه له نښتو وروسته پاکستاني چارواکو له افغانستان سره په اوسنیو اړیکو کې د بیا کتنې غوښتنه وکړه.
د پاکستان د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رييس فاروق نایک د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نښتو پسې وویل چې له افغانستان سره د پاکستان په پالیسۍ کې دې بیاکتنه وشي.
ښاغلي نایک د پاکستان پر حکومتي چارواکو نیوکه وکړه، ویې ویل«موږ د لوېدیځوالو د خوښې خلاف په نړۍ کې له ځانه د طالبانو ویندویان جوړ کړي دي، خو دا ډله (طالبان) له پاکستان سره مخالفه ده او زموږ خلاف یې وسله راپورته کړې ده.»
د پاکستاني چارواکو په وینا د سپین بولدک – چمن په وروستۍ نښته کې په چمن کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۵ نور ژوبل دي.
پاکستان ادعا کوي چې طالبانو بې موجبه پر دوی ډزې پیل کړې او د دوی پوځ ځواب ورکړ خو طالبان وايي چې په سپین بولدک کې یې ډیورند کرښې ته نژدې پوسته جوړوله چې پاکستاني پوځیانو پرې ډزې وکړې.
تر دې څو ورځې وړاندې هم د سپین بولدک – چمن ترمنځ په شیرواوبو سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ په نښته کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل شوي وو.
له دې نښتو سره هممهاله په کابل کې د پاکستان پر شارژدافیر ډزې، چې داعش یې مسوولیت په غاړه واخیست، هم د پاکستان عکس العمل وپاراوه.