Homeخبرونهله جنجالي افشا وروسته ایران خپل سفیر وروباله

له جنجالي افشا وروسته ایران خپل سفیر وروباله

تاند(شنبه، د قوس ۲۶ مه) ایران په افغانستان کې د خپل سفیر د ماموریت دوره پای ته ورسوله.

په کابل کې د ایران سفارت پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، د بهادر امینیان د کار دوره پای ته رسېدلې او دا مسله له هغه صوتي فایل سره تړاو نه لري چې په وروستیو ورځو کې افشا شو.

د ایران حکومت تراوسه پورې نه دي ویلي چې د امینیان پر ځای څوک د سفیر په توګه افغانستان ته لېږي.

که څه هم په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې د امینیان د ماموریت دوره بشپړه شوې خو نوموړی وروسته له دې له سفارته لېرې کېږي چې د بلاک ریورارډ په نوم یوې هکرې ډلې، چې د فارس خبري اژانس یې هک کړی و، ده ته د منسوبو خبرو ادیو یا صوتي فایل افشا کړ.

د فارس خبري اژانس په دې افشا شوي فایل کې امینیان طالبان د افغانستان او نړۍ لپاره یو ناورین او مصیبت بولي او په عین حال کې وايي چې ایران له دې پرته چې له دې فرصته په استفادې هغوی د مغولانو په شان متمدنه کړي، بله چاره نه لري.

خو په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې د ځینو دښمنو رسنیو د ادعا خلاف د ډاکتر امینیان د ماموریت پای ته رسیدا د افغانستان په اړه ده ته له منسوبو وروستیو خپرو شویو څرګندونو سره هیڅ ارتباط نه لري او له دیپلوماتیک دود سره سم، د هغه ماموریت د کار د درېیم کال له بشپړېدو سره پای ته رسیدلی او ښاغلي کاطمي قُمي ته د ایران د سفارت چارې سپارل شوي دي.

حسن کاظمي قمي د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...