یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهم.م. د افغانستان په اړه درې میاشتنی امنیتي راپور خپور کړ

م.م. د افغانستان په اړه درې میاشتنی امنیتي راپور خپور کړ

تاند(یکشنبه، د قوس ۲۷ مه) د افغانستان په اړه د ملګروملتو په درې میاشتني راپور کې، چې د شنبې په ورځ (دسمبر ۱۷) خپور شو، یادونه شوې چې په دې هیواد کې د بهرنیو تروریستي ډلو د حضور په اړه اندېښنې شته او طالبان باید په امنیتي او سیاسي برخو کې نور کلک اقدامات وکړي.

ملګروملتو له طالبانو غوښتي چې له سیمې او نړیوالې ټولنې سره په تروریستي ضد دیالوګ کې ګډون وکړي.

په راپور کې ویل شوي چې پر ملکي وګړو د هدفي بریدونو له امله افغانانو ته پرله پسې زیانونه د ژورې اندېښنې وړ دي او پر ملکي هدفونو او یا ملکي سیمو کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو بریدونه له نړیوال قانون څخه سرغړونه ده او باید ژر تر ژره ودرول شي.

دا راپور د سې شنبې په ورځ د ملګروملتونو د امنیت شورا تر غونډې مخکې خپور شو چې غړي به یې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د تېر کال د همدې مودې په پرتله په افغانستان کې د اګست له ۱۷مې او د نوومبر تر ۱۳مې پورې په امنیتي پېښو کې ۲۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دغه سازمان ویلي چې دوی د اګست له نیمایي څخه د نوومبر تر نیمایي پورې په امنیت پورې ۱,۵۸۷ تړلې پیښې ثبت کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال په ورته موده کې ۱,۲۹۱ پیښې شوې وې.

په راپور کې راغلي چې وسله والې نښتې په سلو کې ۲۷ زیاتې شوي چې له ۹۹ څخه ۱۲۶ ته رسېدلې دي. هوایي بریدونه ۲۵ سلنه، له ۴ څخه تر ۵ پورې؛ د لاسي بمونو چاودنې له ۷۴ څخه تر ۷۹ پوري یعني اوه فیصده. ترورونه ۵۳ فیصده کم شوي، یعنې له ۱۶۰ څخه ۷۵ ته.

یوناما دا هم ویلي چې د وسله والو مخالفانو فعالیتونه زیات شوي دي. ماموریت ویلي چې دوی په د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې ۲۲ وسله والې ډلې ثبت کړي چې د هغو له ادعا سره سم، فعالیت کوي. د ملي مقاومت جبهې (NRF) او د ملي ازادۍ جبهې په بدخشان، بغلان، کاپیسا، ننګرهار، نورستان، تخار، پنجشیر او پروان ولایتونو کې د بریدونو ادعا کړې ده. په داسې حال کې چې ملي مفاومت جبهې په ختیځ او شمال ختیځو ولایتونو کې خپل عملیات پراخ کړي، تر ټولو مهمې نښتې په پنجشیر کې وشوې، چې طالبانو د سپتمبر په ۹ مه په څو ولسوالیو کې بریدونه پیل کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د قیوم ذاکر له ګومارلو وروسته د ملي مقاومت جبهې فعالیتونه خورا کم شوي او راپورونه وايي چې د دې جبهې ګڼ کسان یا وزل شوي یا مجبوره شوي چې تسلیم شي.

خو د ملګروملتو راپور وايي، د ثبت شویو پېښو ۵۲ سلنه په لوېدیځو، جنوبي او ختیځو سیمو کې شوي دي، چې کابل، هرات او کندهار تر ټولو ډېر اغېزمن ولایتونه دي.

د ملګرو ملتونو راپور دا هم ویلي چې د داعش لخوا ادعا شوي یا دې ډلې ته منسوب شوي بریدونه د ۲۰۲۱ کال په ورته موده کې په ۱۴ ولایتونو کې له ۱۲۱ بریدونو څخه په شپږو ولایتونو کې ۳۰ بریدونو ته کم شوي، که څه هم تلفات د پام وړ دي. په ادعا شویو پیښو کې د سپتمبر په پنځمه د روسیې پر سفارت ځانمرګی برید هم شامل دی.

راپور په ګوته کوي چې د اپریل له نیمایي څخه د نوومبر تر نیمایي پورې سرحدي تاوتریخوالی دوام لري او له ثبت شویو ۱۷ پیښو څخه 14۱۴ یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ډیورند کرښه کې شوي دي.

په راپور کې د پاکستان او تاجکستان په ګډون د سیمې د یو شمېر هېوادونو اندېښنې هم په ګوته شوي چې له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه یې اندېښنه ښودلې ده.

د سپټمبر په ۱۴مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګواکي د جیش محمد مشر مسعود اظهر په افغانستان کې پناه اخیستې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب