شنبه, اپریل 20, 2024
Homeټولنیزنهیلي بده ده خو ممکن عمر اوږد کړي

نهیلي بده ده خو ممکن عمر اوږد کړي

ټول خلک نهيلي په ژوند کې د ناروغيو او ستونزو مور بولي، خو د جرمني يو څېړنه هغو کسانو ته چې په ژوند کې نهيلي دي يوه په زړه پوری زیری لري، چې په اوريدو يې سړی حيرانېږي.

په دې څېړنه کې ويل شوي چې د نهیلي یا مايوسۍ ښکار شويو عمر د هغو په پرتله، چې په ژوند کې ډېر هیلمن او خوښ وي، اوږد دی، دا په زړه پورې خندونکی خبر هغه وخت خپور شو، چې د جرمني د ارلنګ نيورمبرګ په پوهنتون کې يوې څېړنې دا وښوده.

څېړنه ښيي هغه خلک، چې به ژوند کې د نهيلۍ او مايوسۍ ښکاري شوي، خپله راتلوونکې ورته روښانه نه بلکې تیاره ښکاري نورو هغو په پرتله ډېره ښه روغتيا لري.

په څېړنه کې يوه بله په زړه پورې مسله هم مخې ته راغلې، چې وايي په هيلمنو خلکو کې د مرګ خطره ډېره وي، ځکه چې په ژوند کې ډېر احتياط نه کوي.

د يادې څېړنې مسوول ډاکټر فراييډر ار لانګ په وينا له څېړنې داسې پايلې لاس ته راغلي، چې ډېره هملندي د مرګ سبب کېدای شي، چې بل خوا مايوس یا نهیلي خلک د ډېر احتیاط له امله ډېر صحتمن او داوږد عمر څښتنان وي، دی وايي دا ډول خلک په ژوند کې ډېر احتیاط کوي او له خطرو ځان ساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب