یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: ۶ ميليونه افغانان له قحطۍ سره يو ګام واټن لري

ملګري ملتونه: ۶ ميليونه افغانان له قحطۍ سره يو ګام واټن لري

تاند:( چار شنبه، د قوس درويشتمه)‏ د جنسيتي برابرۍ او ښځو د پياوړتيا لپاره ملګرو ملتونو ادارې له قحطۍ سره د ۶ میلیونه افغانانو د یوه ګام واټن خبر ورکړی.

دغې ادارې په عین حال کې ویلي، چې په افغانستان کې د اقتصادي ناورين په ګډون وروستیو ټولو ناورينونو ښځې او نجونې تر هر چا ډېرې ځپلې دي.

د يادې ادارې په باور، افغان ښځې او نجونې په هر ګام کې د طالبانو د حاکمې ادارې له بندیزونو سره مخامخ دي، ښوونځيو او کار ته د تلو اجازه نه لري او د نورو فعاليتونو حق هم ورڅخه اخيستل شوی.

 د‌‌ دې تر څنګ د خوړو، اوبو، سرپناه او روغتيايي اسانتياوو په برخه کې د ښځو د ستونزو يادونه شوې ده.

 ياد شوی سازمان زياتوي، چې په کورونو کې ښځو او نجونو ته د بشري ناورين له امله څه د دوی د خپلې فداکارۍ او يا د نورو د تبعيضي چلند له امله ناوخته ډوډۍ ورکول کیږي، چې دا ېې هم یوه بله لویه حق تلفي ده.

ملګرو ملتونو دغه راز د طالبانو د سختو قيوداتو له کبله بشري مرستو ته د ښځو د لږ لاسرسي په اړه نيوکه کړې ده.

ويل شوي، چې په کور دننه د بې ځايه شويو کسانو لویه برخه شمېر هم ښځې او نجونې دي.

د طالبانو ادارې د ملګرو ملتونو د دغه نوي راپور په اړه څه نه دي ويلي، خو په عمومي ډول په هېواد کې د فقر د زياتيدو ستونزه تاييدوي او له نړيوالو څخه یې په حل کې د مرستې غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب