تاند (چهارشنبه، د قوس ۲۳ مه) یوه انتحاري حمله کوونکي نن د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې خپل موټرسایکل، چې چاودېدونکي مواد یې پکې ایښي وو، د پاکستاني پوځیانو د سپرلۍ له موټر سره ټکر کړ.
لومړني راپورونه وايي چې په دې برید کې لږترلږه یو تن وژل شوی او ۵ نور ټپیان دي.
د پاکستان د استخباراتو یوه چارواکي د جرمني ډي پي اې خبري اژانس ته ویلي چې برید غرمه د بیروبار په مهال د شمالي وزیرستان د مرکز میرانشاه په یوه مارکیټ کې وشو او له کبله یې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه چارواکي پوځ ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
1. Suicide attack on PAK army convoy in North Waziristan.
2. Fire at Diesel depot, Gwadar.#Gwadar #NorthWaziristan #Pakistan #TTP #BLA pic.twitter.com/AdiFRBu9Rp— Frontliner (@FrontlinerUV) December 14, 2022
خو یوه ځايي پولیس چارواکي محمودخان د پېښې د تاییدولو ترڅنګ ویلي چې برید د سرګردان نومې پوځي پوستې ترڅنګ شوی او د اوښتو مرګ ژوبلو شمېر لا سم څرګند نه دی.
دا برید وروسته له دې کېږي چې پاکستاني طالبانو د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره نارسمي اوربند پای ته ورساوه او خپلو ځواکونو ته یې امر وکړ چې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه پیل کړي.
د افغان طالبانو په منځګړتوب د پاکستان د پوځي چارواکو او ټي ټي پي ترمنځ د روغې جوړې خبرو څو میاشتې دوام وکړ خو دواړه خواوې نتیجې ته ونه رسیدې.
ځینې پاکستاني چارواکي وايي، د سولې لپاره د ټي ټي پي غوښتنه دا ده چې تر اټکه پورې سیمه دې دوی ته پرېښودل شي چې اسلامي نظام پکې اعلان کړي.