تاند(چهارشنبه، د قوس ۲۳ مه) د افغانستان بانک اعلان وکړ چې نن (چهارشنبه) د بشري مرستې په توګه ۴۰ میلیون ډالره نغدې پیسې کابل ته راورسیدې.
د افغانستان بانک له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستې هرکلی وکړ او له هغې یې وغوښتل چې له افغانانو سره نوره مرسته هم وکړي.
دا له کله چې طالبان واک ته رسیدلي، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدو پیسو ۵۱ پکېج یا جوپه ده چې ظاهراً په کابل کې یوه خصوصي بانک ته سپارل کېږي خو دا نه ده څرګنده چې په څه ډول په افغانیو بدلېږي او بیا په څه ډول مصرفېږي.
د باختر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، له کله چې طالبان واک ته رسیدلي دي، تراوسه پورې په دې توګه افغانستان ته نژدې ۲ میلیارد ډالره مرسته رارسیدلې ده.