Homeخبرونههرات کې د ګاز نیونې پېښو ۵ تنه مړه کړي

هرات کې د ګاز نیونې پېښو ۵ تنه مړه کړي

تاند:( چار شنبه، د قوس درويشتمه)‏ ‏‏‏‏په ‎هرات کې د طالبانو د حاکمې ادارې ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز په دوو بېلابېلو سیمو کې پنځه تنه د ګاز نېونې له امله مړه شوي دي.

د طالبانو په اعلامیه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

تېره اوونۍ په کابل کې هم د یوې کورنۍ ۶ تنه د ګاز نېونې له امله مړه شوي وو.

د ژمي پر مهال هر کال افغانستان د ګڼو داسې پېښو شاهد وي، چې اصلي دلیل ېې د ګازو بخاريو په استعمال کې بې احتياطي ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...