یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+لویې ویتان د نړۍ د لومړی درجه شتمن ځای ونیوه

لویې ویتان د نړۍ د لومړی درجه شتمن ځای ونیوه

تاند (چهارشنبه، د قوس ۲۳مه) د لویې ویټان (Louis Vuitton) کمپنۍ عملیاتي رييس برنارد ارنو (Bernard Arnault) له ایلن مسک څخه د نړۍ تر د ټولو شتمن کس ځای ونیوه.

د فوربس او بلومبرګ د راپورونو له مخې، وروسته له دې چې د ایلن مسک د ټیسلا موټرو د کمپنۍ د ونډو ارزښت ولوېد، د نړۍ د لومړی درجه شتمن کس د لیست له سره د ایلن مسک نوم هم ولوېد.

راپورونه وايي چې د ټیسلا د ونډو ارزښت نیمايي ته راټیټ شوی دی.

ایلن ماسک په ځلونو ځینې داسې معاملې کړي چې له قماره کمې نه وې او د خپلو شرکتونو ونډو ته یې سخت ګوزارونه ورکړي دي.

ده په اکتوبر کې ټویټر ټولنیزه رسنۍ په ۴۴ ملیارد ډالره وپېرله. دا معامله هم ډیره جنجالي وه او له کبله یې د ټیسلا د ونډو ارزښت ټیټ شو.

د ټویټر د رانیولو له کبله ډیر خلک په دې باور شول چې مسک له ټیسلا پام ټویټر ته اړولی نو د ټیسلا ونډو زیان ولید.

د فوربس مجلې پر اساس، اوس د ایلن مسک ټوله شتمني ۱۷۸ میلیارد ډالره ده خو د برنارد ارنو شتمني ۱۸۸ میلیارد ډالرو ته رسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب