Homeخبرونهامام علي رحمان له پاکستاني مشرانو سره د خبرو لپاره اسلام اباد...

امام علي رحمان له پاکستاني مشرانو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي

تاند(چهارشنبه، د قوس ۲۳مه) د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان نن په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته ځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، له پاکستاني چارواکو سره د امام علي رحمان په کتنو کې به پر دوه اړخیزو همکاریو او د هغو پر لا پراختیا خبرې وشي او همداراز ټاکل شوې ده چې د تاجکستان او پاکستان ترمنځ څو دوه اړخیزې موافقې لاسلیک شي.

تاجکستان د پخواني شوروي اتحاد د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې د جغرافیوي موقعیت له نظره تر ټولو نژدې دی. یوازې د واخان تړانګه د دوو هیوادونو ترمنځ پرته ده.

سره له دې چې ظاهراً پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د حکومت دوست او تاجکستان یې مخالف دی خو په عین حال کې داسې راپورونه هم شته چې د دواړو هیوادونو په منځ کې د افغانستان پر سر د نظرونو د یووالي ټکي مخ په زیاتېدو دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...