سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهملا برادر: د تدارکاتو کمیسیون له منظورۍ پرته د هیڅ ادارې تدارکاتي...

ملا برادر: د تدارکاتو کمیسیون له منظورۍ پرته د هیڅ ادارې تدارکاتي پروژه نه شي کیدای

تاند:( چار شنبه، د قوس درويشتمه)‏ ‏‏‏د طالبانو د حاکمې ادارې د تدارکاتو کمېسیون لومړۍ غونډه د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ جوړه شوه.

د نوموړي د دفتر په یوه اعلامیه کې راغلي، چې په غونډه کې ملا برادر له ګډونوالو د تدارکاتو پروسې پرمخ بېولو کې د ګډې همکارۍ غوښتنه وکړه.

سرچینه زیاتوي:« هغه پروژې چې ملي تدارکاتو ادارې ته وړاندې شوي وو، د ۷ پروژو قراردادونه د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري منظور، د ۱ پروژې قرارداد وځنډول شو او د پاتې ۵ پروژو قراردادونه چې د فسخې غوښتنه یې شوې وه، فسخه شول. دغه قراردادونه د توکيو د خریدارۍ په ګډون د خدماتو او بیارغونې د پروژو وو.»

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې له دې وروسته هېڅ اداره نه شي کولای د ملي تدارکاتو کمېسیون له منظورۍ پرته خپلې اړوندې پروژې په قرارداد ورکړي.

ملا برادر ویلي، ټولې ادارې مکلفې دي چې د خپلو پروژو قراردادونه د ملي تدارکاتو ادارې له لارې د کمېسیون له منظورۍ وروسته لاسلیک کړي.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده پرون د تدارکاتو کمیسیون بیرته احیا او ملا برادر اخوند ورته د مشر په توګه اعلان کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب