سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهافغان او ایراني پانګوال په ۱۰۰ میلیونه ډالرو افغانستان کې تولیدي فابريکې...

افغان او ایراني پانګوال په ۱۰۰ میلیونه ډالرو افغانستان کې تولیدي فابريکې فعالوي

تاند:( چار شنبه، د قوس درويشتمه)‏ ‏‏د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن افغان او ایراني سوداګرو له هغه ګډ پلاوي سره لیدلي، چې وايي په افغانستان کې د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ابتدايي پانګه ګڼې تولیدي فابریکې فعالوي.

د مولوي کبير دفتر وايي یادو سوداګرو زیاته کړه، د وخت په تېرېدو به دوی د خپلې پانګې کچه نوره هم لوړه او ګڼو افغانانو ته به د کار زمینه برابره کړي.

د سرچينې په وينا دوی زياته کړې، چې په تېر نظام کې یې هم په افغانستان کې کار او فعالیت پیل کړی و، خو د فساد او د دولت د نه همکارۍ له کبله یې خپل کارونه ودرول.

ایراني سوداګرو ويلي، غواړي له افغان سوداګرو سره په ګډه یو ستر شرکت جوړ او په افغانستان کې د کانونو او صنعت په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

دوی د طالبانو له حاکمې ادارې څخه په دې اړه هر اړخیزه همکاري غوښتې ده.

 مولوي عبدالکبیر ويلي، دوی د ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو هرکلی کوي او هر ډول اسانتیاوې ورته برابروي.

هغه په ټینګار سره وویل، ټول پانګوال په افغانستان کې له کومې وېرې او اندېښنې پرته پانګونه کولی شي او د افغانستان حاکمه اداره یې د هر ډول امنیت تضمین کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنيدو سره له افغانستان څخه د ميلياردونو ډالرو پانګې د فرار خبرونه ورکړل شوي او لا هم د دغې لړۍ د دوام اندیښنې موجودې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب