یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهط-انو د‌ نجونو په سر ولور اخيستل غير شرعي اعلان کړل

ط-انو د‌ نجونو په سر ولور اخيستل غير شرعي اعلان کړل

تاند:( چار شنبه، د قوس درويشتمه)‏ د طالبانو حاکمې ادارې پر نجونو ولور اخيستل غير شرعي اعلان کړل.

دا اعلان په هغه خطبه کې شوی، چې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت له لوري د جوماتونو ملا امامانو ته د جمعې ورځې د لمانځه لپاره ورکړل شوی او د تبليغ غوښتنه ېې شوې ده.

په دغه خطبه کې د ودونو ولور اخيستل منع او غیر شرعي اعلان شوی.

يو شمېر خلکو د دغې پریکړې هرکلی کړی او ویلي، چې د ولور اخيستو ناوړه دود چې همداسې په دیني فتواوو له منځه لاړ نه شي، په نورو هڅو ېې ختمول ډېر ممکن نه دي.

د افغانستان په ډېرو سيمو کې خلک د نجونو د ودولو په سر تر میلیونونو افغانیو هم ولور اخلي، چې د ډېرو ټولنېزو او اقتصادي ستونزو سبب شوی دی.

3 COMMENTS

  1. دا عکس خو لکه د نارینو ډلیز واده دی. نه چې دا ملایان اوس یو په بل را اوښتي او خپل د کوټې له انډیولانو او یارانو سره ودونه کوي (gay marriage )

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب