Homeخبرونهسرچینې: د پوتین ځانګړی استازی کابل ته راغلی

سرچینې: د پوتین ځانګړی استازی کابل ته راغلی

تاند:( چار شنبه، د قوس درويشتمه)‏ راپورونه وايي، چې د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی ضمير کابلوف په يوه نا اعلان شوي پرون سفر کابل ته راغلی.

يوې باوري سرچينې ځينو رسنيو ته ويلي، چى نوموړى به د افغانستان د حاکمې ادارې چارواکو سره پر ځینو مسايلو د مسکو انديښنې شريکې کړي.

سرچينه وايي، چې کابلوف ښايى طالب چارواکو ته د مسکو د سفر بلنه هم ورکړي څو هلته له روسي چارواکو سره پر ستراتيژيکو مسايلو خبرې وکړي.

روسیې څه موده مخکې په کابل کې پر خپل سفارت له برید وروسته، چې يو شمېر ديپلوماتانو ته یې مرګ ژوبله پکې واوښته، په افغانستان کې په موقت ډول خپل دیپلوماتیک فعاليتونه وځنډول.

د طالبانو د حاکمې ادارې سرچينو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...