مينه له مينې پیدا کېږي
کله راځه کله به زه درځم مينه
دا سمه ده چې زموږ ځینې دوستان مينې ته د هوس په مانا ګوري، خو که مينې ته د مینې په اصلي معنا وکتل شي او ځان پرې وپوهول شي. مينه ډېره سپېڅلې کلمه ده او هغه څوک يې په حقيقي مفهوم پوهېږي، چې مينه يې کړې وي.
ځکه چې:
په مينه کې سکون دی،
رحمان بابا ویل:
“څه حکمت د يار په مينه کې رب کېښود
چې عاشق لره هم درد او هم دوا شوه”
مينه کې خوند او لذت دي، مينه د مور، مينه د پلار، مينه د اولادونو، مينه د خور، ورور او خپلوانو سره بېل بېل خوند او لذت لري.
د مينې اصلي لذت خو هغه مهال وي، چې د مور او پلار مهربانه او له خوندونو ډک لاسونه د خپلو اولادونو پر سر را تېر شي.
افلاطون به ویل:
“مينه يوازنۍ ناروغي ده چې انسان ترې خوند اخلي.”
مينه کې وفا ده، د بې وفایۍ مينې ته مينه نه وایي، په مينه کې باید باور او وفا وي.
وایي:
“ويل پوښتل، که مړه شم، را پسې ژاړې؟ ومې ويل نه، هر څه يې پرېښودل او لاړه، پرې نښودم چې ورته ووایم، که ته مړه شوې زه هم مرم.”
مينه لورېينه ده، په مينه کې ژوند انسان تازه ساتي، د مينې غږ له نورو غږونو سره ډېر فرق لري، کله چې بابا د خپلو لمسیانو له مينې څخه ډک غږونه اوري، هېڅ وخت د زړښت احساس نه کوي.
نو ځکه به برناردشاو ویل:
“کله چې مينه د زړو، زړونو ته ورشي، هغوی ځوانوي.”
مينه د خدای ج رحمت دی، مينه د خدای ج له نعمتونو څخه یو ډېر خوږ نعمت دی، تل يې بايد منندوی واوسئ.
لکه چې خوشحال بابا له مینې نا راضه ګرم بولي او وایي:
“چې په زړه باندې زر داغونه جوړ شي
چې د يار له داغه آه کا هغه ګرم دی”
مينه صداقت دی، د دروغو او ریا مينه هېڅکله ځای ته نه رسېږي، په مينه کې صداقت اصل دی، ځکه وایي:
“د علت له پوهېدو برته له تا سره مينه لرم. هغه مينه چې علت ولري یا درنښت او یا ریا ده.”
مينه شوق دی، د حقیقي مينې کول ډېر ستونزمن دي، که مینه د هوس او شوق له مخې وي، پای هم بد وي.
ځکه خو سمیټ وایي:
“مينه لومړی سړي ته وزرونه ورکوي او بیا وروسته یې په لومه کې بندوي.”
مينه تلوسه ده، مينه چې د تلوسې له مخې وي، هغې مينې ته پیرانۍ مينه وایي، ځکه هلته عقل کار نه کوي.
نو ځکه موریس میترلینګ به ویل:
“مینه داسې تلوسه ده، کله يې چې موضوع مطرح وي، د عقل له پاره بیا د پښو ايښودلو ځای نه پاته کېږي.”
او یا چې وایي:
زه په مين سړی پوهېږم
د دروازې پر زنځير ځان مشغولوینه
مينه هیلې دي، مينه ده چې انسان راتلونکې ژوند ته هیله مند کوي. په دې هکله به
هارتمان لاماژي سپارښتنه کوله او ویل به یې:
“مينه له ډېرو مهمو کړنو څخه ده، چې موږ د ژوند دوام ته هیله مند کوي.”
مينه امیدونه دي، سمه ده چې مينه امیدونه دي، خو په حقیقي مينه کې. ځکه مينه له چل ول څخه نفرت لري او هیڅ وخت ورسره جوړه نه ده.
نو ځکه محمد حجازي وایي:
“که مو له مينې سره چل ول وکړ در نه تښتي، بیا خپلو امیدونو ته رسېدل ستونزمن کار دی.”
مينه لیونتوب دی، په مينه کې هم اعتدال اصل دی. لېونۍ او افراطي مينه انسان له ژوند څخه لیرې کوي او په جنجالونو يې اخته کوي.
کارلایل وایي:
“مينه یوازې یو لېونتوب نه دی، بلکې د څو لېونتوبونو یو ترکیب دی.”
مينه ژوند دی، په رښتیا چې په مینه کې ژوند دی، اقبال لاهوري به بې مینې سر ته کډو ویل او یو انګريز پوه بیا وایي:
“ژوند پرته له مينې څخه لکه پنځوس پرته له پنځو دی.”
مينه انسان دوستي ده، مينه ده چې د انسانانو تر منځ اړیکې جوړوي او سربېره پر دې مينه ده چې د خدای ج له مخلوقاتو سره د انسانانو روابط او اړیکې ټینګې ساتي.
و، س ګلبرګ به ځکه ویل چې:
“که مينه نه وای، انسان دوستي او له بشر سره به اړیکې نه وای.”
مينه عشق دی، د مينې یوه معنا همغه ده چې انسانان ورته عشق وایي، خو که عشق د تلوسې او بالهوسۍ له مخې وی، بیا مينه نه ده. عشق له مېرمنې سره حقیقي مينې ته وایي.
رحمان بابا به ویل:
“د رحمان شراب له عشقه، نه له انګور او نه له عنبه.”
مينه موسکا ده، یوه خوږه موسکا زړونه تازه کوي او بیا له موسکا سره چې مينه یو ځای شي، ټول ژوند ته خوند او رنګ ورکوي.
نو ځکه هوراس به ویل:
“پرته له موسکا او مينې نه شو کولای خوښي را منځ ته کړو، په موسکا او مينه کې ژوند دی.”
مينه انسانیت دی، یو او بل ته درناوی او عزت ورکول مينې ته وایي، که مينه نه وای په نړۍ کې به انسانیت له کومه شوی وای.
مينه ښکلا ده، که مينه نه وای ښکلا به نه وه، ځکه هغه څه ښکلې وي چې په مينه ورته وکتل شي. نو ځکه وایي چې:
“هغه مينه چې د سترګو په اوښکو ووينځل شي، تل پاکه او ښکلې وي.”
مينه ریښتینولې ده، رښتيانۍ مينه حقیقي مينې ته وايي او مينه یوطرفه نه وي. که دې مينه ورسره وه، هرو مرو به مينه درسره لري. ځکه وایي:
“دل به دل ایینه است.”
او خوشال بابا خو بیا د اخطار په ژبه وایي:
“چې په ما باندې مين، زه پرې مين يم
چې زما په غم غمجن، زه يې غمجن یم”
مينه د خدای رضا ده، مخکې مو وویل چې مينه د خدای ج ستر نعمت دی. له دې ستر نعمت څخه په سمه توګه ګټه اخیستل د خدای ج د رضا حاصلول دي.
نو ځکه افلاطون به ویل:
“د بې مینې خلکو لپاره نړۍ لویه هديره ده.
مينه ارزښت دی، د مينې په ارزښت ښه انسانان پوهېږي، ځکه چې مينه د مينې په معنا پېژني او قدر يې کوي.
فرانسوا ماري ولتر به ویل:
“د دوو عاشقانو دیدن او بېلتون دوه قیمتي وختونه ګڼل کېږي.”
مينه وصل دی، مينه ده چې د دوو انسانانو تر منځ خوږې اریکې جوړوي. ځکه وایي:
مينه له مينې پیدا کېږي
کله راځه کله به زه درځم مینه
خو کله چې د مينې اور مړ شي، بیا یې بلول ډېر ستونزمن کار دی.
مينه جادو دی، د مينې اثر له جادو او منتر هم زیات دی. د مور مينه له اولادونو سره له جادو هم ډېره دی. له خپل هېواد سره مينه ده چې انسان ترې خپل سر قربانوي.
نو ځکه ثورات وایي:
“لویې ویالې نه شي کولی چې د مينې تنده ماته کړي، او سېلابونه نشي کولی، چې مينه په ځان کې غرقه کړي.”
مينه اړتیا ده، که مينه نه وای کورنۍ به نه وای. مينه ده چې ټولنې او هېوادونه را منځ ته شوي دي. مينه د ژوند یوه اړتیا ده. مينه ده چې د نسل سلسله يې منځ ته راوړې ده.
ژان ژاک روسو وایي:
“له مينې پرته خلک هغه ړانده دي، چې هېڅکله منزل ته نه رسېږي.”
مينه سرې لمبې دي، څوک چې له خپل هېواد سره د مينې پر ځای خیانت ته ملا وتړي، پر هېواد مین انسانان په هېڅ صورت پر هغوی رحم نه کوي او تل یې تر خپل نفرت لاندې ساتي.
کرني به ویل:
“مينه هغه ظلمانه حکومت ته ورته ده، چې په قانون کې يې د بخښنې کلمه ځای نه لري.”
مينه تودوخه ده، د مور غېږې ته توده غېږه ځکه وایي، چې هلته د اولاد لپاره مينه وي. بې مینې غېږه هېڅکله تودوخه نه لري.
ځکه وایي چې:
“مينه ډېر ځواکمن لښکر دی، په یوه وار پر زړه، ماغزو او جسم یرغل کوي.”
مينه کې ثواب دی، د خدای ج په نعمتونو شکر ويستل ستر ثواب دی او بیا خو د ستر نعمت شکر ادا کول ډېر ثوابونه لري.
ایروینګ واشنګټن به ځکه ویل:
“مينه ځکه ثواب دی، چې له مينې څخه ډک زړونه د خوشحالیو هغه چينې دي، چې د خپل شاو خوا ټول څیزونه تازه ساتي.”
مينه کتاب دی، که مينه نه وای، د مومن خان او شیرینۍ، د لیلا او مجنون او دا نورې خوږې کیسې به له کومه شوې وای.
مریم مکۍ د مينې په هکله لیکي:
“د مينې د کیسې لیکل دومره سخت دي، لکه څوک چې د اوښکو د پاسه په اوښکو، اوښکې لیکې.”
مينه د زړه اواز دی، بې مينې زره هسې د غوښې یوه ټوټه ده او بې مینې اواز يوازې د غوږونو عذاب وي.
خوشال خان خټک به ویل:
“چا پر وخت د ځنکندن ووې مجنون ته
وخت نازک دی په خوله ياد ولره خدای
ده وې زړه مې د ليلا له مينې ډک دی
په کې نه شته دی د نورو يادو ځای”
مينه نیاز دی، ځکه چې بې له مینې ژوند نه شته، خو مينه له هغه چا سره چې مينه وپېژني او د مينې په اصلي مفهوم پوه شي. بې مینې انسانانو سره مينه کول د خره سورلیو ته ورته يو شي دی، چې بې له عذابه بل خوند نه لري.
ویکټور هوګو به هم سپارښتنه کوله او ویل به یې:
“له هغه چا سره مينه وکړه چې ستا د مينې وړتیا ولري، نه له هغه چا سره چې د مينې تږي وي، ځکه چې د مينې تږي یوه ورځ خړوبه کېږي.”
مينه تقوا ده، چې له مينې سره تقوا نه وي بیا مينه نه ده هوس دی. تقوا او مينه سره تړلې دي او بې له تقوا مينې ته ریا هم وایي.
ځکه لري بایر وایي:
“مينه د ژوند رڼا ده، نو ځکه تقوا ده”.
مينه روا ده، د خدای تعالی له نعمتونو څخه ګټه پورته کول روا کار دی، خو په نعمتونو کې اسراف ګناه او اعتدال په کې ثواب لري.
مينه يار دی، له مينې سره یارې کول باید عقل له مخې وي، کله چې مينه د عقل له مخې نه وي، بیا يې یاري هم د لېونیو تر منځ يارۍ ته ورته وي. ځکه وايي، چې له لېوني مه څه غواړه او مه څه ورکوه.
فرانسوا ساکان وایي:
“خو مينه داسې يار دی، چې هغه وخت د عقل خبره اوري، چې ترې تللې وي.”
مينه کمال دی، مينه د مينې په مفهوم کول کمال دی، ځکه وایي، چې رښتيانۍ مینه د هر کډو له وسې بیرون وي. پر هېواد سر ورکول او له هېواد سره حقیقي مينه د مينې کمال دی، که د مينې کمال نه وای هیڅوک به له خپل خواږه ژوند څخه د هېواد په خاطر تېر شوی نه و.
ځکه وایي:
“که مينه نه وای، نړۍ به د هدیرې په څېر وای.”
مينه يارانه ده، مينې ته ځکه يارانه وایي، چې په مینه کې یو او بل ته درناوی او درنښت وي، ځکه بې له درنښت او درناوي څخه يارانه امکان نه لري. او بیا خو درنښت او درناوی له مينې سره تړلي دي.
مينه زړه سوی دی، مينه ده چې د مور پر اولادونو زړه سوځي او د هېواد د اتلانو پر هېواد زړه سوځېږي، ځکه خوشحال بابا له وطن سره مينه له ایمان سره په اړیکه کې ګوري او وایي:
“د وطن مينه ای جانه
را پیدا ده له ایمانه”
مينه خوږه ده، که مينه خوږه نه وای، قرباني به نه وای، انسانیت به نه وای، درنښت به نه وی، او د نسل تسلسل به نه وای.
ژان پل سارتر د مينې د خوندونو په هکله وایي:
“مينه دومره خوږه ده، چې په مینه کې یو جمع یو بېرته یو کېږي.”
مينه نامه ده، مينه خوږ احساس دی، اظهارولو ته يې خکه اړتیا نه لیدل کېږي، چې مين د خپل مين د زړه اواز د زړه په غوږونو اوري او احساسوي يې.
رحمان بابا وایي:
“زه رحمان د يار په مينه لېونی یم
اوس حیران یم چې رحمان یم که جانان یم
څه حاجت دی چې دې خط په ملا لولم
تا چې زما په باب لیکلي دي پوهېږم”
مينه ساز او د زړه اواز دی، مينه کول دومره اسان کار هم نه دی، که د خدای ج مرسته نه وي، په ډېر شمېر خلک به په مينه کې بریالي نه وي. له چا څخه پلار او مور بېزاره وي، له چا خپل یار بېزاره وي او له چا بيا ټول انسانیت بېزاره وي.
حمزه بابا هم د زړه ساز او اواز داسې وباسي:
“مکوه حمزه، ګوره دا مينه ډېره ګرانه ده
موږ د یوه جانان په انتظار کې ځواني تېره کړه”
مينه یو او بل ته درناوی دی، وایي:
“که ته ووایې چې ته یې او زه ووایم چې ته یې، هم به ته یې او هم به زه یم.
که ته ووايې چې زه یم او زه ووایم چې زه یم، نه به ته يې او نه به زه یم.”
سقراط به هم ویل:
“یو بدرنګه کس کولای شي چې د مينې په واسطه ځان ښکلی او د نورو د درناوي وړ شي، په دې شرط چې دی هم په مينه نورو ته درناوی وکړي.”
مينه له یوه او بل څخه مننه ده، څوک چې په مینه نه پوهېږي بې شعوره دي، ځکه په مينه کې یو او بل ته درناوی او مننه ده.
مينه اشنايي ده، له هغه چا سره اشنايي به کار ده چې په مینه پوهېږي. بې مینې اشنایان ستر مصیبت وي. وایي:
“د زړه زخمونه دې پټ وساته، ځکه بې مینې اشنایان کېدای شي پرې مالګه ودوړوي.”
مينه موخې ته رسېدل دي، د هر کار او یا خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له هلو ځلو سره چې مينه ملګرې نه وي، په هېڅ صورت ورته رسېدل امکان نه لري.
وتوشي وایي:
“مینه ده چې انسان خپلو موخو ته رسوي، خو کله چې انسان بې مینې شي، ټول دوستان ور څخه لیرې کېږي.”
مينه ښکلی نثر دی، ښکلې او په مينه خبرې کول په خپله مينه ده.
ځکه سقراط وايي:
“کله چې له چا سره مخ کېږئ په مينه او په خوږه ژبه ورسره چلند وکړئ، ځکه د مينې او خوږو خبرو بنسټ د ښکلا تعریف دی.”
مينه شعر دی، ځکه چې مينه د زړه اواز دی او د زړه اواز بیا د شعر په ژپه بېل خوند او رنګ لري.
خوشال بابا مينه د شعر په ژبه داسې ستایي:
“بت پرست کله د بت له مينې اوړي
زه که مينه د يار پرېږدم عار زما دی”
رحمان بابا بیا وایي:
“پادشاهانو که قصرونه کړل اباد
ما د عشق عمارتونه کړل بنیاد
نوم د کوم پادشاه هسې يادېږي
لکه نوم دی د مجنون او د فرهاد”
مينه ترنم دی، مين ته د خپل یار خبرې یا ترنم ښکاري او یا شعر، ځکه هغه د يار په مينه کې ډوب او هر څه ورته خپل یار ښکاري.
رحمان بابا وایي:
“یو عاشق دې څوک راوښيي په عشق کې
چې یې رود پر مخ د اوښکو روان نه وي
هره اوښکه د عاشق پر ګرېوان درومي
ته به وایې چې یو سین دی ګرېوان نه دی”
مينه کار دی، هیڅ کار بې له مينې سر ته نه رسېږي، ځکه په کار کې هغه مهال بری وي چې په مينه پیل او په مينه دوام وکړي. ځکه مينه په خپله یو کار دی.
خو خیر، سره له دې ټولو خبرو که له ما څخه وپوښتئ، چې مينه څه شی دی؟ زه به ووایم، چې مینه د خدای تعالی ستر نعمت دی، مینه ژوند دی او په مینه کې د ژوند خوندونه دي. مينه د انسانانو د ژوند تسلسل دی.
کولای شم چې ووایم،
بې مینې سر هسې کډو دی او بې مينې زړه هسې د سرې غوښې یوه ټوټه ده او بې مینې احساس لېونتوب او جهالت دی.
له انسانانو او انسانیت سره مينه له خدای ج سره مينه ده، ځکه د خدای ج ټول هدایات د انسانیت او انسانانو لپاره دي.