شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: ط-ان د تیرو ۴۰‌‌ کلونو جدي تېروتنې تکراروي

خلیلزاد: ط-ان د تیرو ۴۰‌‌ کلونو جدي تېروتنې تکراروي

تاند:(پنج شنبه، د قوس درېیمه) د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو پخواني استازي زلمي خليلزاد، چې دغې ډلې سره ېې د امریکا د سولې تړون هم لاسليک کړی، طالب مشران د تېرو څلوېښتو کلونو افغان واکمنو د « جدي تېروتنو» په تکرار تورن کړي.

خلیلزاد په یوه تازه مرکه کې له دغو تېروتنو خپل مشخص هدف نه دی په نښه کړی، خو طالب مشران ېې هڅولي چې د افغانستان د مختلفو قشرونو له استازو سره خبرې وکړي او د خدماتو په ښه کیدو تمرکز وکړي.

د ایران حکومت ته منسوب تسنیم خبري اژانس ویلي،‌ چې خلیلزاد د خپل اوسني ځای ناستي ټام ويسټ په شان په دې مرکه کې هڅه کوله، چې طالبانو ته د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو له سپارښتنې لیرې واوسي.

د تسنیم اژانس له دې تبصرې داسې ښکاري‌، چې په تازه پرمختګونو کې طالبان امریکا ته ډېر نيږدې دي او دغه هېواد ېې په حکومتولۍ کې له لږو اصلاحاتو سره ملاتړ کوي، خو سیمه ییز هېوادونه د دوی اداره کې د خپلو نفوذي ډلو د شاملولو لپاره د پراخ بنسټه په نوم د یوه ګډوله حکومت جوړیدل غواړي.

طالبانو د خلیلزاد څرګندونو ته غبرګون نه دی څرګند کړی.

1 COMMENT

  1. د افغان ملت تهدابی خائين خلیلزاد ملی خیانت د افغان ملت تباهی لپاره د ۱۹۸۱ کال راپدی خوا تهداب ایښودل شوۍ دی یعنی نوموړی د ساختګیو طالبانو مدرسو تهداب کیښودل او د ساختګیو تنظیمونو د ژبنی ، قومی او مذهبی تفریقو سره رامینځ ته کول او پنجابی پاکستان ته ددوی کنترول سپارل او ددی ټولو خیانتونو پلانونو عملی کولو لپاره د ډالرو باران جاری کول او د افغان ملت صادقانه جهاد د اتحادی شوروی اوددوی غلامانو مقابل کښی تر پښو لاندی کول د نوموړی اصلی دنده وه او دده ملی خیانت حریصی خلاصون نلری او دا به دوام ولری تر څو چی د افغانستان خاوره د خپلو تربیه شوو غلامانو له خوا د امریکا او انګلیس تر کنترول لاندی راوستل شی او که دا خائین هدف تر لاسه نکړۍ شی نو افغانستان باید د جهان له نقشی څخه خارج کړۍ شی !!!!

    اما دی ملی خائین خلیلزاد او دده تر څنګ نوی راپیدا شوی میرمن امیری ( ددی پلار له خوا د افغان ملت پر ضد تشویق شوی او د سی آی اي له خوا تربیه شوی مضر مکروب ) دا فعلی ساختګی چیغی د دارو وهلو د بی سواده جاهلو وحشیانو له خوا د جهان غولولو لپاره دی په حقیقت کښی همدا دوه ځل پلانیز راوستل شوی وحشیان یو قدم هم بی له ددوی هدایته نشی اخیستۍ !!!!!!!!

    کمونیستان ددوی سره منظم همکاره دی او کوشش به وکړی چی داسی واقعیتونه په ښکنځلو ونوموی او یا ددی سندونو خواست وکړی او یا نوره لنجی رامینځ ته کړی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب