چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+د انسان مازغه؛ حیرانوونکی جوړښت

د انسان مازغه؛ حیرانوونکی جوړښت

څومره چې د انسان د مغز په هکله پلټنې کېږي، هومره له حیرانوونکو معلوماتو سره مخامخ کېږو. په دې حیاتي غړیي کې دومره رازونه پټ دي چې ډېری متخصصانو خپل ټول ژوند د مغز په هکله پلټنو ته ځانګړی کړی خو تروسه د دې اوږد مزل په پیل کې دي.

د مغز فزیکي ځانګړنې

په دې ځای کې د مغز د فزیکي ځانکړنو په هکله معلومات وړاندې کوو:

وزن

د انسان مغز تقریبا ۱۳۶۰ ګرامه او یا ۳ پونده وزن لري.

د مغز مخکينۍ برخه

تر ټولو غټه برخه یې ده او تقریبا ۸۵٪ د مغز وزن د همدې برخې دی.

اوبه

د مغز ۷۵٪ اوبه جوړوي.

عصبي حجرې

له ۱۰۰ میلیاردو ډیر عصبي حجرې یا سیلولونه (نورون)د انسان په مغز کې ځای لري.

سیناپس

هر نورون له یوه تر ۱۰۰۰۰ سیناپس لري.

د درد د حس فقدان

هېڅ ډول د درد آخذه د انسان په مغز کې وجود نلري،د همدې لپاره ده چې مغز د درد احساس نشي کولای.

د نړۍ تر ټولو غټ مغز

داسې حال کې چې د فیل مغز په فزیکي ډول د انسان له مغز څخه غټ دی، د انسان مغز د وجود ۲٪وزن جوړوي په داسې حال کې چې دا نسبت په فیل ۰.۱۵٪ ده، ځکه داسې پایلې ته رسېږو چې د انسان مغز تر ټولو غټ نسبت نظر وجود ته لري.

د وینې رګونه: له ۱۶۱۰۰۰ کیلومترو څخه ډیر رګونه په مغز کې موجود دي.

غوړ

د انسان مغز د وجود تر ټولو غوړ غړی ده،چې له ۶۰ ٪ څخه ډېر یې غوړ جوړوي.

د مغز د بافت وده

د انسان د مغز وده د مور له رحم څخه پیلېږي او د زیږون په وخت کې حد اکثر ته رسېږي همدارنګه دا کار تر ۱۸ کلنۍ پورې دوام کوي.

عصبي سلولونه (نورون)

۲۵۰۰۰۰ عصبی سلولونه پر دقیقه د جنین د لومړنۍ دورې په وخت کې وده کوي.

اندازه د زیږون پر وخت

د انسان مغز د زیږون په وخت کې د یوه بالغه انسان په اندازه وي او اغلب عصبي سلولونه لري.

په تازه زېږیدلي ماشوم کې د مغز وده

د مغز د ودې اندازه په تازه زیږیدلي ماشوم کې نظر یو کلنۍ ته یې ۳ برابره وي.

د مغز وده په ۱۸ کلنۍ کې په ټپه دریږي.

په لوړ لوړ آواز ویل او غږیدل له ماشومانو سره کیدای شي د هغوۍ مغز ترغیب کړي او د ډیرې ودې لامل یې شي.

آکسیجن

مغز د ټول وجود ۲۰٪آکسیجن مصرف کوي.

وینه

مغز د وجود ۲۰٪ د وینې ګردش په ځان قبلولی شي.

بېهوشي

کله چې له ۸ تر ۱۰ ثانیو مغز ته وینه ونرسیږي سړی بیهوشه کېږي.

سرعت

د مغز د اطلاعاتو د رسولو سرعت تقریباً ۰.۵متره په ثانیه کې ده چې تر ۱۲۰ پورې هم رسیږي.

واټ

کله چې انسان ویښ وي،مغز کولای شي ۱۰ تر ۲۰ واټه الکټریکي انرژي تولید کړي، چې د یوه معمولي حبابي څراغ د روښانه کولو لپاره بس ده.

د مغز مړینه

د انسان مغز کولای شي ۴ تر ۶ ثانیو بې له آکسیجن څخه ژوندی وي،او د دې وخت په تیریدو د مغز بافتونه په مړه کیدو پیل کوي.که ۵ تر۱۰ ثانیو آکسیجن مغز ته ونرسیږي دایمي اختلالات په مغز کې مینځته راځي.

ژباړه: ن. ناصري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب