جمعه, مارچ 29, 2024
Home+په اقتصاد کې عرضه او تقاضا څه ته وايي؟

په اقتصاد کې عرضه او تقاضا څه ته وايي؟

عرضه او تقاضا په اقتصاد کې هغه بنسټېز موضوعات دي چې په ټول اقتصاد کې ډیر ژور بدلونونه رامنځ ته کولای شي. عرضه او تقاضا، په ځانګړې توګه د بازار اقتصاد سره نه شلیدونکی اړیکې لري. عرضه، د تقاضا په وړاندې د خرڅلاو لپاره په هغه اندازه د یوه شي وړاندې کول دي،

چې په یوه وخت او په یوه ټاکلي نرخ ورته اړتیا وي. په ټولیزه توګه د توکو عرضه هغه اندازه توکي دي چې په ممکنو قیمتو سره په یو ټاکلي وخت کې بازار ته د تقاضا په موخه وړاندې کېږي، چې دې ته مجموعي عرضه یا د عرضې جدول (Schedule supply) ویل کېږي. د عرضې او تقاضا قانون دې ته وایي چې قیمت مستقیماً، په متناسبه توګه د تقاضا سره، او معکوساً متناسب له عرضې سره توپیر مومي.

د عرضې ارتجاعیت: که د یوه شي د عرضې مقدار(د هغه د قیمت په بدلون سره) په ارادي توګه بدلون ومومي یعنې که قیمت لوړ شي، عرضه زیاتېږي او که په بازار کې قیمت زیات یا د قیمت په کښته کېدو سره کم شي، نو وایي چې عرضه یې ارتجاعي ده. خو که د عرضې مقدار د قیمت په توپیر سره ډېر ژر تفاوت ونه مومي، هغه وخت نو عرضه( غیر ارتجاعي) بلل کېږي؛ لکه: اوړه چې د نرخ لوړوالی او کموالی د عرضې په مقدار کې ستر توپیر نه راولي، په عامه توګه د زیاترو صنعتي توکو عرضه ډېر ژر د قیمت په تغییر سره بدلون نه کوي. یعنې که قیمت یې لوړ شي، نو زیاته اندازه به یې د خرڅلاو بازار ته ورشي او که یې قیمت ټیټ شي، نو کمه اندازه به یې د خرڅلاو بازار ته ولېږدول شي. د اومه موادو او کرنیزو حاصلاتو عرضه بیا دومره حساسه نه وي او د تعدیل لپاره یې زیاتې مودې ته اړتیا بریښي.

د عرضې او تقاضا مډل د سیالۍ بازار لپاره تنظیم شوی دی چې په هغه کې هیڅ یو پیرودونکو او پلورونکو نشي کولای، پر قیمت ډیره اغیزه پریږدي، د محصول د تولید اندازه د تولیدوونکي لخوا او د تقاضا مقدار د مصرفوونکو لخوا، په بازار کې د محصول له قیمت سره نږدې اړیکه لري. د عرضې قانون وایي: چې د عرضې مقدار په اکثرو شرایطو کې د قیمت سره تړلی وي، په لوړ قیمت سره عرضه زیاتېږي او په ټیټ قیمت سره عرضه کمېږي. او د تقاضا قانون وایي: که چیرې تقاضا یو توکي ته ډېریږي د همدغه توکي قیمت به هرومرو لوړیږي (په داسې حال کې چې نور متحولین ثابت فرض شوي وي). او د دغې عملې برعکس، د بیو د ټیټوالې لامل کېږې. دا څرګندونه د بیو اړیکې د تقاضا له کچې سره بیانوي، چې دې رابطې ته منفي اړیکه هم ویل کیږي.

د سیالۍ په بازار کې د یوه توکي تعادلي قیمت او تعادلي مقدار په بازار کې د عرضه او تقاضا سره ټاکل کېږي. د یو توکي تعادلي قیمت په دقیقه توګه د هغه قیمت سره برابر دی چې مصرفوونکي یو اندازه توکي په یو ټاکلي وخت کې وپیري او د توکو تولیدوونکی هغه حاضراً عرضه کړي وي، که څه هم له یوې خوا د قیمتونو په لوړېدو سره تقاضا کمېږي او عرضه زیاتېږي، خو له بلې خوا د قیمتونو په ټیټېدو سره د تقاضا کچه د عرضې له کچې زیاتیږي او د تقاضا د ډیروالي لامل کېږي.

د تقاضا دا ډیروالی د بیو د لوړېدو لامل او په پایله کې قیمت د مخکې په اندازه( تعادلي قیمت) ته راګرځي. کله چې قیمت تعادل ته ورسېږي، نو دا قیمت بیا د استمرار او پاتې کېدو میل لري.

په پایله کې داسې ویلای شو چې: عرضه بازار ته د تقاضا د پوره کولو لپاره د توکو او خدماتو د وړاندې کولو څخه عبارت دی. همدارنګه ویلای شو عرضه هغه اندازه توکي او خدماتو ته وايي چې تولیدونکي یې په ورته وخت کې په مختلفو قیمتونو سره د مصرفوونکو په واک کې ورکوي.

تقاضا ښکاره اړتیا ده، انسان هغه وخت یو شي(توکي) ته ضرورت پیدا کوي چې اړتیا ورته ولري، ځکه تقاضا طلب او غوښتنې ته هم وايي، خو عرضه په دې مانا ده، چې بل شخص وکولای شي دا اړتیا له منځه یوسي او د دې اړتیا د پوره کولو لپاره یو شید هغه شخص په واک کې ورکړي.

ع عیان

1 COMMENT

  1. قیمت ولې له عرضې سره معکوساً متناسب او له تقاضا سره مستقیماً متناسب دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب