جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو څار سازمان: ترکیه افغان پناه غوښتونکو سره غیر انساني...

د بشري حقونو څار سازمان: ترکیه افغان پناه غوښتونکو سره غیر انساني چلند کوي

تاند:(پنج شنبه، د قوس درېیمه) د‌ بشري حقونو د څار نړیوال سازمان پر ترکېې تور لګولی، چې افغان پناه غوښتونکو سره غیر انساني چلند کوي.

د‌ یاد شوي سازمان د ترکېې د برخې مشر «اما سینکلر وب» وايي ترکي پولیس په دغه هېواد کې افغان پناه غوښتونکي له را ټولولو وروسته په زوره د وتو د اسنادو لاسليک ته مجبوريږي او بيا د ترکېې له خاورې شړل کېږي.

دغه سازمان د خپل راپور عنوان هم په دې ډول ټاکلی، چې د یوه افغان پناه غوښتونکي نقل قول دی:« هیچا ونه پوښتلم، چې ولې مې افغانستان پريښود؟»

افغان پناه غوښتونکو له دغه سازمان سره په خبرو کې شکایت کړی، چې هیڅکله په ترکیه کې د پناه غوښتنې لپاره فرصت نه دی ورکړل شوی.

مخکې ترکي چارواکو ويلي وو، چې په روان میلادي کال کې یې څه باندې ۵۰ زره افغان کډوال د الوتکو په وسیله افغانستان ته لېږلي او خپلې خاورې يې د ۲۰ زرو افغان پناه غوښتونکو د ننوتو مخه نیولې ده.

مخکې يونان پر ترکيې تور پورې کړی و، چې ۸۰ افغان پناه غوښتونکي دغه هېواد په بربنډ ډول د دوی خاورې ته ليږلي.

ترکي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ترکیې ترڅنګ پاکستان، ايران او تاجيکستان هم د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته بيا -بیا افغان کډوالو سره په ناوړه چلند تورنیږي، خو د طالبانو پر ادارې نیوکه ده چې د پناه غوښتونکو د حقونو لپاره ېې لږ تر لږه هغسې چې لازمه ده غږ هم نه دی پورته کړی.

ترکيه، ایران او پاکستان درې واړه په افغانستان کې لوړپوړي دیپلوماتان لري، چې يوازې پاکستاني لوري سره یې ځینې وخت د افغان کډوالو ستونزې شریکې شوې دي.

1 COMMENT

  1. مونږ چې پر مولا موټکی نیوکه کوه ، دلیل یې همدا دی . هغه لاتر اوسه خبر نه دی چې اویا زره افغانان یواځې تر ترکیې رسیدلي او بېرته راستانه شویدي . هغوی چې تېرشوي او خپل مقصد ته رسېدلي حساب ئې ندی معلوم .
    بې خبري او جهالت تور وي که سپین؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب