Homeخبرونهد فوټبال نړیوال جام د قطر او ایکوادور په سیالۍ پیلېږي

د فوټبال نړیوال جام د قطر او ایکوادور په سیالۍ پیلېږي

تاند د قطر په کوذبه تول د فوټبال نړیوال جام لومړۍ مسابقه نن د کوربه، قطر او ایکوادور ترمنځ ده، دا مسابقه د کابل په وخت د شپې اته نیمې بجې شروع کېږي.

د نړۍ ۳۲ هیوادونو ټیمونه په اتو ګروپونو ویشل شوې چې په هر ګروپ کې څلور ټیمونه دي.

د دې لوبو تر پیلېدو مخکې یوه وړاندوینه داسې شوې ده چې برازیل تر بل هر هېواد د اتلولۍ ډېر چانس لري. خو په فوټبال کې د ډیرو نورو لوبو په شان ډیر ځلي وړاندوینې سمې نه خیژي.

له نولس سوه دېرشم کال راهیسې چې د فوټبال نړیوال جام لوبې پيل شوې دي برازیل یوازینی هېواد دی چې هر ځل یې په دې جام کې برخه اخیستې ده او تر بل هر هېواد یې د اتلولۍ کپ ډیر ګټلی دی.

د فوټبال د نړیوال جام له مهالوېش سره سم به نن د قطر او ویلز لوبډلې سیالي وکړي. سبا (دوشنبه) به د انګلیستان او ایران، سینګال او هالنډ او همداراز د امریکا او ویلز لوبډلې سره مخامخ شي.

1 COMMENT

  1. لس دورې می د نړیوال فوټبال تورلمینټ لیدلئ دئ ( البته د تلویزیون له لیاری ) خو د روان جام لومړۍ لوبه ( د قطر او اکوادور تر منځ) ډېره بې خونده لوبه وه.
    د قطر هیواد په نوموړی جام څه باندی دوه سوه میلیارډه نازک ډالره لګولی دی چی بد اِسراف ګڼل کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...