دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د فوټبال په نړیوال جام کې د ټکنالوژۍ رول

د فوټبال په نړیوال جام کې د ټکنالوژۍ رول

تاند- اټکل کېږي چې د فوټبال د نړیوال جام سیالیو د لیدو لپاره به د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو شاوخوا یو ملیون او ۲ لکه تنه قطر ته لاړ شي.

له دې کبله قطر د ټکنالوژۍ په یوه جوړ کړي مرکز کې له مصنوعي ذهانت یا ارټیفیشل انټلجنس څخه د نندارچیانو د څارنې، د نندارچیانو د شمېر د زیاتېدو د وړاندوینې او حتي د لوبغالو د هوا د کنټرول لپاره کار اخلي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د قطر د ټکنالوژۍ د قوماندې او کنټرول په دغه مرکز کې، چې اسپایر (Aspire) نومېږي، تر ۱۰۰ ډېر متخصصان شپه او ورځ کار کوي او پر هغو تصویرونو څار کوي چې له ۲ لکه ځایونو څخه هممهاله اخیستل کېږي او دوی ته پر سکرین ښکاري.

د قطر د فوټبال لپاره ۸ لوبغالي چمتو کړي چې په هر یوه کې ۲۲ زره کامرې نصب شوي دي.

دوی د ټکنالوژۍ په وسیله په هر لوبغالي کې د هر نندارچي مخ زوم کولی او پېژندلی شي.

د قطر په دغه مرکز کې به د سایبري امنیت له متخصصانو رانیولې تر تروریزم او ترانسپورت پورې د هرې برخې متخصصان مېشت وي.

دوی به د قوماندې او کنټرول له خونې د لوبغالو دروازې کنټرولی شي، د اوبو له نلونو رانیولې د هوا د تصفیې تر سیستمه پورې به ټولې برخه له خرابیدو ساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب