دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهراپورونه: حمید خراسانی بې وسلې او بندي شوی

راپورونه: حمید خراسانی بې وسلې او بندي شوی

 تاند:( يکشنبه، د عقرب نهه ويشتمه) ‏‏راپورونه وايي، چې د طالبانو دفاع وزارت دوی سره د جمهوري نظام له سقوط وروسته ملګری شوی عبدالحمید خراساني بې وسلې کړی او بندي کړی دی.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، د طالبانو دفاع وزارت د کابل په خيرخانې کوتل کې د نوموړي قرارګاه پلټلی او تصفيه کړی دی.

ويل شوي، چې له دغې قرار ګاه څخه د خراساني اړوند تجهيزات او وسايط طالبانو ځان سره وړي دي.

د طالبانو رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

خراساني د پنجشېر ولايت اوسېدونکی و، چې د طالبانو له واکمنيدو سره د دوی ملګری او بيا په پنجشېر کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر و.

هغه د جمهوري نظام پر مهال په کابل کې په انسان تښتونې، وژنو او باج اخيستو تورن او له دې کبله د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې و.

نوموړي يو ځل په يوه خپره کړې ویډیو کې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ ته سپکاوی کړی و.

د دې ترڅنګ یې د جمهوري نظام په وروستيو کې يوه ويډيو خپره کړې او پکې پښتنو سره د طالبانو د تړاو په پلمه، پنجشېر ولايت ته د کوچیانو د ورتلو د مخنيوي خبرداری ورکړی و.

د طالبانو له واکمنيدو وروسته هم حميد خراسانی يو ناندريز او وخت په وخت له طالب مشرانو څخه ياغي و.

هغه د مخالفانو له اړخه ېې تورن شوی، چې د شخصي عقدو له امله ېې کابل او پنجشېر کې ګڼ خلک شکنجه کړي او په دې ډول ېې د طالبانو خلاف د پنجشېر د خلکو عقده زياته کړې ده.

ښاغلي خراساني او طالب سرچینو د نوموړي د بې وسلې کیدو او نیول کیدو راپورونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب