جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهازبکستان: که ط-ان او نړيوال لاس یو کړي افغانستان د فرصتونو سرچينه...

ازبکستان: که ط-ان او نړيوال لاس یو کړي افغانستان د فرصتونو سرچينه ده

تاند:( يکشنبه، د عقرب نهه ويشتمه) د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر «ولادیمیر نوروف» ټینګار کړی، چې نړيواله ټولنه بايد افغانستان له ياده ونه باسي او د افغانستان حاکمه اداره باید د نړيوالو غوښتنو ته درناوی وکړي.

نوموړي په تازه څرګندونو کې زياته کړې، چې د طالبانو حاکمه اداره باید د پراخ بنسټه حکومت، د ښځو او اقليتونو د حقونو د درناوي او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو غوښتنو ته غاړه کېږدي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر زياتوي، چې هېواد ېې هم له طالبانو همدا غوښتنې لري او د عملي کیدو ټینګار یې کوي.

د ازبکستاني وزير په وینا، افغانستان د ننګونو نه، بلکې فرصتونو هېواد دی، خو په دې شرط چې دغه فرصتونه په سمه توګه درک او استفاده ورڅخه وشي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو منتقدین دوی د نړیوالو له بشري مرستو او نورو همکاريو سره- سره له خپلو سخت دریځو سياستونو په نه شاتګ تورنوي او په خاص ډول د شاوخوا درې میلیونه نجونو پر مخ د ښوونځيو د دروازو بندول د نه زغملو وړ عمل بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...