جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونههندوستان: افغانستان سره بشري مرستې او پکې پراخ بنسټه حکومت لومړیتوبونه دي

هندوستان: افغانستان سره بشري مرستې او پکې پراخ بنسټه حکومت لومړیتوبونه دي

تاند:( يکشنبه، د عقرب نهه ويشتمه) په ملګرو ملتونو کې د هندوستان د استازي مرستيال پراتیک ماتور د افغانستان په اړه د دغه هېواد دريځونه په يوه تحقيقي غونډه کې په ډاګه کړل.

نوموړي وویل: افغانستان سره عاجلې بشري مرستې، په دغه هېواد کې د يوه واقعي پراخ بنسټه او استازي حکومت جوړیدل، له نیشه یي توکیو او ترهګرۍ سره مبارزه او دغه راز د ښځو، ماشومانو او اقليتونو د حقونو تامينول د هندوستان لپاره مهم لومړیتوبونه دي.

دغه لوړپوړي هندي ديپلومات په عین حال کې وويل، چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د هر ډول استفادې مخنیوی بايد وشي.

پراتیک ماتور همدارنګه د يوه پراخ بنسټه، ټول ګډونه او استازي حکومت جوړول د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره اړين وباله او ویې ویل، چې هېواد ېې په دې برخه کې د هڅو ملاتړ کوي.

ورته غوښتنې تېره اونۍ د روسیې په پلازمېنه مسکو کې هم د هغې ناستې پر مهال وشوې، چې د هند په ګډون د سیمې د ډېرو هېوادونو لوړپوړو استازو د افغانستان په اړه جوړه کړې وه.

د طالبانو ادارې له افغانستان سره د اقتصادي او بشري مرستو په اړه د يادې غونډې د ګډونوالو د ټینګار هرکلی وکړ، خو د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو په ګډون نورو غوښتنو ته ېې غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...