شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد الکترونيکي تذکرو وېش بیرته په نورمال ډول پیل شوی

د الکترونيکي تذکرو وېش بیرته په نورمال ډول پیل شوی

تاند:( يکشنبه، د عقرب نهه ويشتمه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د احصايې ملي ادارې ويلي، چې د الکټرونیکي تذکرو وېش ېې بیرته په نورماله توګه پيل کړی.

د دغې ادارې وياند محمد حلیم رافع ويلي، چې په وروستيو کې يو ميليون او ۷۰۰ زره نوې الکترونيکي تذکرې چاپ شوي.

د يادو تذکرو د وېش چارې له شاوخوا دوو مياشتو راهيسې په ټپه درېدلې وې.

ويل شوي، چې يادې تذکرې د جنوبي کوریا یوه اړوند شرکت چاپ کړي او د جمهوري نظام له چاپ شويو الکترونيکي تذکرو سره لږ توپیر لري.

يادې تذکرې « د افغانستان د اسلامي جمهوريت» په نوم چاپ شوي، خو د کورنيو چارو وزارت پر ځای پکې د احصايې او معلوماتو د ملي ادارې نوم لیکل شوی.

د‌ احصايې ملي ادارې وياند ويلي، چې ژر به يو ميليون او ۳۰۰ زره نورې تذکرې له قطر څخه افغانستان ته ولېږدول شي.

ویل شوي، چې پر هرې الکترونيکي تذکرې څه باندې يو نيم ډالر لګښت شوی دی.

دغه لګښتونه د افغانستان بانک او مالېې وزارت له لوري ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب