Homeخبرونهماهیپر کې ترافيکي پېښې ۳۲ تنه ټپيان کړل

ماهیپر کې ترافيکي پېښې ۳۲ تنه ټپيان کړل

تاند:( شنبه، د عقرب اته ويشتمه) ‏‏د کابل – ننګرهار پر لويه لاره د کوچيانو يو لارۍ موټر د ماهيپر په انار باغ سيمه کې د ترافيکي پېښې په ترڅ کې چپه شوی.

د طالبانو چارواکو ويلي ،چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ۳۲ تنه ټپیان شوي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه پېښه کې د دوو مېرمنو په ګډون د ۳ ماشومانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

په وروستيو کې د ترافيکي پېښو خبرونه زیات شوي.

ډېری دا پېښې د طالبانو د موټر چلوونکو اړوند وي، چې د تلفاتو خبرونه پکې ورکول کېږي او ځېنې وخت طالب چارواکي هم پکې شامل وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...