سه شنبه, مې 14, 2024
Home+د سهار رڼايي/ ببرک دروېش

د سهار رڼايي/ ببرک دروېش

د لس ورځنۍ رخصتۍ په دریم سهار شېورد د سیند پر غاړه  ختیځ لورته له خپلې مېرمنې هناطلس سره یو ځای قدمونه وهل.
د خړو غونډيو پر سر د سهار پنډ ستوری راختلی و، د دوو لاسونو ګوتې په یو بل کې تیرې وې.
تازه سپرلی و، سیند یو هموار لوی کانال ته ورته ژور  کې بې شوره روان و، کله کله به له پیڅو یو چړپ واوریدل شو.
د شېورد شونډې وښوریدې، سر یې د هغې پر اوږه ورکېښود او ویې ویل:
د ورځې همدا وخت دې زیات خوښیږي؟
په مخ یې دوه ګرم څاڅکي ولویدل، سترګې یې پورته کړې، هناطلس په تورو غټو سترګو د لاس ورغوي کش کړل،
شونډې یې ورپیدې او په خپ غږ یې وویل، هو خو شل کاله وروسته؟
شېورد په حیران انداز وپوښتل، څنګه شل کاله وروسته؟!
هناطلس وویل، ما شل کاله هر سهار ته لکه د نن په څیر انتظار کړی خو تا کار ته ژوند ویلی، تر نیمو شپو سپین کاغذونه لاندې باندې کوې کله خو له بالښت پرته له کاغذونو سره اوده شې!
ته خو د سهار له ښکلاوو نه وې خبر، زما دې هم عادتونه واړول!
شېورد ځوړند سر روان و، خو هناطلس یې په اوږه لاس کېښود، ماته وګوره، همداسې نه ده؟
د شیورډ مبایل وکړنګېده، ګوته یې پر کش کړه، سلام سهار مو په خیر رییس صیب!
لنډ ځواب یې واورید: وبخښه، رخصتي به بل وخت وکړې، دفتر کې څوک نشته، سهار جلسه کې تاته انتظار یو، تلیفون پرې شو.
شېورد مخ تاو کړ، د یو څه پټولو هڅه یې کوله خو د هناطلس غبرګ لاسونه یې له ورمېږ تاو شول، هغې په غریو نیولي انداز کې همدا یوه خبره تکراروله، ما وبخښه ما ویخښه زما درک  سم نه و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب