دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهروسیه: د نړۍ څو قطبي کیدل د افغانستان خپلواکۍ او ناپېيلتوب سره...

روسیه: د نړۍ څو قطبي کیدل د افغانستان خپلواکۍ او ناپېيلتوب سره مرسته کوي

تاند:( شنبه، د عقرب اته ويشتمه) ‏‏د‌ روسیې د فدراسیون د شورا مرستيال کنستانتین کوساچف وايي، په هغه صورت کې چې نړیوال نظم څو قطبي وي افغانستان هم په یوه خپلواک او بې پلوه هېواد بدلیدی شي.

نوموړي د افغانستان د جیوپولیټیک نقش او سیمه يیز امنیت په اړه يوې غونډې ته د وینا پر مهال ويلي، چې سمدستي دغه هېواد په همداسې يوه لور د تګ په حال کې دی.

د روسيې د ملي شورا يوه مقام «گریگوری کاراسین» د افغانستان ستونزه د روسیې د بهرني سیاست لپاره مهمه موضوع ګڼلې او ویلي، چې دغه هېواد په افغانستان کې د واقعي پراخ بنسټه حکومت د جوړیدو، ترهګرۍ سره د مبارزې، د نيشه يي توکيو له منځه وړلو او د بشري حقونو د رعايتولو او افغانستان سره د اقتصادي مرستو غوښتنه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حاکمې ادارې هم په متوازن بهرني سياست ټینګار کړی.

روسي چارواکو يادې څرګندونې په مسکو کې د افغانستان په اړه د سیمه ییزو هېوادونو له ناستې وروسته کړي.

په دې ناسته کې د نورو مسایلو ترڅنګ ټینګار شوی، چې په افغانستان کې دې د بهرنيو پوځي اډو د جوړېدو اجازه نه ورکول کېږي.

مخکې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د افغانستان په شمال کې امریکا ته د پوځي اډو د ورکولو په اړه راپورونه ورکړل شوي وو، خو طالبانو دا راپورونه رد کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب